پرايران د اسرائيلو لومړى ګذار

 

لیک: س،سیرت
امریکا اواسرائیلوپه وار وار ایران ګواښلی چې په سیمه کې ېې اتومي قوت د زغم نه دی باید ایران د اتومي قوت څخه بې برخې شي،همدا امریکا سره د اسرائلو شریک ډاډ ؤ چې ټرمپ ېې دایران سر د برجام له موافقې انکاري کړ.
عربي ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکي چې اسرائیلي الوتکوبغداد پولې ته څیرمه د اشرف په سیمه کې د ایران په اتومي تاسیساتوبرید کړیدی، دغربی رسنیو دمالوماتو په اساس هغه بالیستيکي توغندي چې اسرائیل او امریکا پرې ایران ګواښي په همدې سیمه کې خای پرځای شوي او د اسرائيلو الوتکو ترهدف لاندې راغلي دي.

تراوسه پورې ایراني چارواکو یا بلې کومې منبع پرایران د اسرائیلو د برید په اړه څه نه دي ویلي خو الشرق الاوسط بیا ليکلي چې په یاده سیمه کې د بالسیتک توغوندیو د زخیرې ترڅنګ یوشمیر ایراني ساینسپوهان هم موجود وو چې اسرائیلي الوتکو یاده سیمه بمبار کړه.
داشرف سیمه چې بعداد ته څیرمه پرته ده او د ایران د نظامیانو مرکز هم یادیږي د په ګډه پوله کې راځې چې د بعداد سره ۴۰کیلومتره فاصله لري
که څه هم الشرق الاوسط د اسرائیلو دا برید پرایران یاد کړیدی خو په حقیقت کې دا برید پرایران نه بلکي پر عراق دی د ایراني رسنیوپه باور دا برید که شوی وي نو پرعراق به شوي وی ایران په دې وروستیوکې پر عراق بالیستک توغندی پلورلي دي چې اسرائیل په اسانۍ سره پرې اشتل کیږي.
د ایران سره په سیاسي او نظامي مخالفت تر فرانسې، برتانېې، جرمني او ناتوځنې غړو هېوادونو اسرائیل امریکا سره زیاته ملګرتیا لري بلکې څرنګه چې امریکا ایران ګواښي داسې ېې اسرائیل هم ګواښي ځکه ېې په یاده سیمه برید کړیدی.
د اسرائیلو صداعظم نتانیاهو په وار وار ویلي چې اسرائیل هیڅ وخت په نړیواله کچه اوبیا خپلو پولوته څیرمه دایران د وسلو زیرموته اجازه نشي ورکولای، اسرائیل او امریکا دواړو په دې موافقه کړې ایران به له اتومه لاس پرسر کوي .

پرایران د اسرائیلو برید یواځې دا سرائیلو پلان نه دی بلکې دا د امریکا جوړپلان دی چې اسرائیلوته ېې پرایران د برید اشاره کړیده څو څو واره امریکا عربي امارات وهڅول چې په هرمزتنګي کې خپلې کښتې ورګډې کړي او که د ایران له لورې پرې ګزار وکړل شو سخت ځواب دې ورکړي ددې نه داڅرګندیده چې عربي امارت امریکا د ایران سره نښلول خوپه ملګرو ملتونوکې د سعودي عربستان نماینده عبدالله المعلمی ایران ته وویل سعودي نه غواړی له ایران سره جګړه وکړي او خپل ټول اختلافات به د دیپلوماتیکولارو حل کوو.
امریکا ایران اوسعودي له جګړې اخته کولو نا امیده شوه اوس اسرائیل هڅوي چې د ایران او عراق پولو کې ایرانی تاسیسات تربرید لاندې ونیسی چې دا پرایران عراق ګډه پوله د اسرئیلو لومړې ګزار دی او امریکا غواړي په خپله تمامه مرسته ایران یا په عربو او یاپه اسرائیلو وځپي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*