په هند کې ٣ طلاقه ورکول جرم وگڼل شول

د هند پارلمان د دولت یوه داسې لایحه تصویب او مثبت رایې ورکړې چې په هېواد کې د ښځو درې طلاقه پکې جرمي عمل ګڼل شوی دی.

تر دې وروسته به هغو سړیو ته تر درېیو کلونو د بند سزا ورکول کېدای شي چې خپلو ښځو ته درې طلاقه ورکوي.

د تېر کال اسد/زمري میاشت کې د هند عالي دېوان قاضیانو په هېواد کې د مسلمانانو ترمنځ د درېیو طلاقونو ورکول له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی و چې باید لغوه شي.

قاضیانو دا رایه وروسته تر هغه ورکړه چې د درېیو طلاقونو د ناقانونه کولو غوښتنو ته د رسېدو دوسیې څېړل کېدې.‌

د اسلامي قانون له مخې،‌ یو مسلمان ښځې ته د درېیو طلاقونو ورکولو اجازه لري چې د ‘طلاق’ توری درې ځلې پکې تکرار کړي. ځینې هندي مسلمانو سړیو له دغه دود نه په ګټې اخیستو د لیک، تیلیفوني اړیکې او په پای کې د پیغام استولو له لارې خپلې ښځې طلاقې کړې دي.

یو کال وړاندې د هند عالي دېوان د مسلمانانو منځ کې درې طلاقه ممنوع کړي وو او له دولته یې غوښتي وو چې دا لایحه پارلمان ته یوسي.

ددغې لایحې پلویانو دا د مسلمانو ښځو د ساتنې لپاره د دولت یو ښه ګام بللی و خو مخالفانو یې ویل چې ټاکل شوې سزا درنه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*