په فراه کې پر مساپر وړونکي موټر چاودنه شوې

د هرات ـ کندهار د لویې لارې پر سر فراه ولایت کې پر یو مساپر وړونکي بس موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله يې  ۳۴ تنه  وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي مرستیال مجیب فیضي ویلي، چې دغه ماین   مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوی و چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د «پل آب خرما» په سیمه کې پر یاد بس موټر وچاودېد.

فیضي زياته کړې  چې د چاودنې له امله د دغه بس ۳۴ مساپر وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

چارواکي وايي، چې دغه مساپر وړونکي بس موټر له نیمرزو ولایت څخه هرات ولایت ته پر لار و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*