په فراه کې دبس دچپه کیدو له امله ۳۴کسان وژل شوي

په فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې نن سهار د مسافرو یوبس سرویس له سرکه اووختې اوچپه شویدی چې له امله ېې  ۳۴کسان وژل شوي .
د فراه ولایت ځایی چارواکي وايي چې دغه مسافربس دآب خرما په سیمه کې چې ۳۴سپرلۍ پکې وی چپه شوېدی خو تراوسه ېې لا دمرګ ژوبلې دقیقه شمیره نه ده څرګنده شوی.
د بالا بلوک په ولسوالۍ کې چپه شوي د مسافرو بس له نیمرزه هرات ته روان ؤ چې چپه شو، له بلې خوا دهرات روغتیايي چارواکو ویلي چې له بالابلوک ولسوالۍ ورته د سرک پرغاړې ځای پرځای شوي یوه ماین له چاودیدو له امله د څلورو کسانو جسدونه وړ وړل شوي خوپه بس کې تردیرشو زیات ژوبل دی دځایی خلکو په وینا په دې ماین چاودنه کې دسپرلیوڅخه یوشخص هم روغ نه دی پاتې یا وژل شوی اویاټپي دي.
.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*