ساپکو:له بهرنیوپرته افغان ځواکونه امنیت نشي ساتلای

په افغانستان کې د بهرنیوپوځونو په اړه چې دامریکا لخوا ېې په راتلونکې کې د استلواوازه خپره شوي په افغانستان کې د امریکا لخوا د سیګارپه مشرۍ ساپکوویلي چې له بهرنیو پوځونود مرستو نه پرته د افغانستان امنیتي ځواکونه له اقتصادي او تکنیکي پلوه خپلې دندې پرمخ بیولی نشي.

د راپورونوپه اساس په افغانستان کې دسولې اوپرمختګ اساسي عامل نا امني او اداري فساد بلل کیږي چې ساپکو ېې په اړه وايي دافغانستان د حکومت د اداري فساد ضد ستراتیژۍ باندې دویم رپوټ لیکو او دا د کانگرس له خوانه غوښتل شویدي.
ساپکوپه خپلوخبروکې زیاته کړي ویلي یی دي چې اداري فساد لاتراوسه پورې په افغانستان کې یوه ستونزه ده، او داستونزه به لادوام ولري ترڅو چی دافغانستان حکومت د اداري فساد په له منځه وړلو کې سخت دریځ غوره نکړي.
په افغانستان کې امریکایی قوماندانان اوخپه افغان حکومت وايي چې دبهرنیوپوځونو له وتلو وروسته افغان پوځونه دهېواد دامن ساتلو قابلیت لري خو دسیګار مشر ساپکو وايي چې په افغان پوځونوکې په نشته روږدو ځوانانو علاوه ډیرې ستونزې شته چې دخپل هېواد امن ساتل اوخپلې دندې سرته رسول ورته ستونزمن دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*