
د پاکستان په راولپنډۍ کې د يوې تربيتي الوتکې د پريوتو له امله چې په آبادۍ غورځيدلې ١٨تنه وژل شوې او ١٦سخت ژوبل شويدي.
د راولپنډۍ پوليسو ويلي چې د تربيتي الوتکې د پريوتو له امله درې کورونه سوزيدلي او پکې اوسيدوکو وګړو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده ، په راپور کې ويل شوي چې د غورځيدلې الوتکې دوه پيلوټان اودرې تنه کارکوونکې په وژل شوو کې شامل دي .
راپورونه وايي چې د پيښې سره سم سيمې ته پوځونه وليږل شول او ژوبل کسان روغتون ته ورسول شول چې ورسره په کورنوکې ګيرو کسانو د ژغولو لپاره هم پوځيان لاس پکار وو.
د غورځيدلې الوتکې ځاې د راولپنډۍ او اسلام آباد ترمنځ ښوول شوې چې زيات شمير کورونه پکې وو، د تربيتي الوتکې له امله کورونه ځکه وسوزيدل او زياته مرګ ژوبله پکې رامنځ ته شوه چې د پريوتو سره سم الوتکې اور واخست.
Leave a Reply