په افغانستان کې ٢ امريکايي سرتيري وژل شوي

په افغانستان کې  امریکایي ځواکونو ويلي دي  چې  په افغانستان کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.

د قاطع ماموریت د ملاتړ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا دوه عسکر د دندې پر مهال وژل شوي دي،  خو د هغوی نومونه، د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی نه دي ښودل شوي.

 

امريکا غږ له خپلو سرچينو ويلي دي  د دوو امريکا يي سرتيرو د وژنې  دا پېښه د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اوردو په يوه قرارګاه کې دننه شوې ده.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو وياند تورن محمد صادق عيسی د پېښه تائيد کړه خو په اړه يې نور معلومات ور نکړل.

خو د کندهار يوه جګ پوړي امنيتي مقام ویلي  چي بهرني عسکر له افغان پوځيانو  سره په سلا مشوره بوخت وو چي پېښه رامنځ ته شوه.

جګ پوړي امنيتي مقام  پر خبره  “د هوايي ډګر څخه بهرني نظاميان چي امريکايي سرتيري وو د اوردو کمپ ته راغلي وو د ناستي پر مهال د ملي اردو يوه سرتيري پرې بريد کړی دوه امريکايي عسکر په پېښه کې وژل شوي او بريد کونکی افغان عسکر هم د امريکايي سرتيرو لخوا ټپي شوی او هغوی له ځان سره وړی”.

تر اوسه لا د پېښي اصلي لامل ندی څرګند.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*