پمپيو:امريکا تر٢٠٢٠پورې له افغانستانه پوځونه باسي

د امريکا د بهرنيوچارو وزير مايک پمپيو ويلي ټرمپ راته لارښوونه ‏کړې چې تر٢٠٢٠پورې به له افغانستانه د پوځونو استل پېل کړل شي.‏
له افغانستان د امريکايي پوځونو د استلو په اړه اي ایف پي خبري اژانس ‏په یوه رپوټ کې ویل شوي، د واشنګټن اقتصاد کلب مراسمو کې له ‏پمپيوڅخه له افغانستانه د پوځونو داستلو پوښتنه وشوه پومپیو ېې په ځواب ‏کې ويلي ټرمپ راته لارښوونه کړې چې تر٢٠٢٠پورې بايد له افغانستانه ‏خپل پوځونه راوباسو.‏
ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاين کې امريکايانو سره وعده کړې وه چې له ‏افغانستانه به خپل پوځونه راباسي او امريکا به له اقتصادي کړکيچه ‏ژغوري خوټرمپ په خپل سرتمبتوب تراوسه په افغانستان کې خپل ‏پوځونه پريښې دي .‏
له بلې خوا طالبانو په قطريا نورو ځايونو کې د دبين الافغاني خبرو ‏کاميابي له افغانستانه د بهرنيوپوځونو د استلو پورې مشروطې کړيده خو ‏دانه ده څرګنده چې امريکا به په خپلو وعدو لاړه پاتې شي او که به په ‏افغانستان کې د پوځونو د پاتې کيدا لپاره نورې پلمې جوړې کړي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*