يوناما د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې راپور خپور کړو

يوناما نن په خپره کړې  خبر پاڼه  کې ویلي چې د روان زیږيدي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۳۶۶ ملکيان وژل شوي او ۲۴۴۶ ملکيان ټپيان شوي دي.

د یوناما  پر خبره چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي.

په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه. خو یوناما اندېښنه ښيي چې بیا هم دا مرګ‌ژوبله د لوړېدو په حال کې ده، ځکه د ۲۰۱۹ د لومړيو درېو میاشتو پرتله په دویمه ربع کې ۲۷ سلنه لوړه شوې.

یوناما له یوې خوا د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې پورې د ملکيانو په مرګ‌ژوبله کې د لږوالي هر کلی کړی خو ملکیانو ته د رسېدلي زیان شمېرې يې ټکان ورکوونکې او د نه منلو وړ بللې.

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ منلې چې د جګړې لورو د ملکي مرګ‌ژوبلې د راټیټولو لپاره هلې ځلې کړې، خو دا کافي نه دي او باید ډېر څه وشي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*