داتمر پر مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزټيم مات شوى

د حنيف اتمر پر مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم او يونس قانوني لارې جلاشوې او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم  عملا مات شوى نو په دې اړه د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په يوې اعلاميه کې ويلي دي د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال  محمد یونس قانوني په یو ناځوانه عمل سره ددغه ټیم د پاشلو هڅه وکړه،

محمد یونس قانوني ډاکټر عبدالله عبدالله په دستور ددغه ټیم لومړی معاونیت قبول کړی و، ترڅو د ټاکنو له ورځې مخکې دغه ټیم پرېږدي، چې خوشبختانه د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشرتابه له وړاندې په دغه دسیسه خبر شول

. ددغه ټیم مشرتابه اوس هڅه کوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشوره یو بل مناسب شخص ددغه ټیم د لومړي مرستیال په حیث وټاکي.


ددغه ټیم پلویانو ته ډاډ ورکوو، چې په دغسې دسیسو دا ټیم شکست نخوري او راتلونکې ټاکنې به دولس په زور ګټي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم

د تبلیغ او ضد تبلیغ مطبوعاتي دفتر

وزیر محمد اکبر خان، کابل، افغانستان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*