د حنيف اتمر ټيم د ماتېدو په حال کې دى

باوري سرچینو رسنیو ته ويلي دي چې د حنيف اتمر، يونس قانوني او عطامحمد نور تر منځ ستونزې ډيرې شوي دي.

سرچینه وايي چې د شمال ټلوالې غړي قانوني او نور له اتمر څخه غواړي چې د کمپاين له پيل سره سم د دوی یو کس باید د لومړي وزیر په توګه اعلان شي.

ويل کيږي دوی غواړي په دې کار سره په افغانستان کې په ښکاره د رياستي نظام د ړنګولو لپاره زمينه سازي وکړي.

ويل کيږي شمال ټلواله چې کلونه کيږي د خپلې بقا لپاره د پارلماني او فدرالي نظام نارې وهي هڅه کوي چې له اتمره په استفادې د ټاکنیز کمپاين په لومړۍ ورځ د صدارت لپاره يو تن اعلان شي چې تر ډيره ځان يې عطامحمد نور حقدار بولي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*