خانزادي : ايران او روسيه په ګډ سمندر کې ګډ تمرينونه کوي


ايراني رسنيو خبر ورکړي چې په راتلونکې نږ دي کې به د ايران او روسېې ځواکون په ګډ ‏سمندرکې تمرينات پېل کړي چې پکې به ټول سمندري جنګي وسايل او وسلې وکارول شي .‏
ايراني رسنيو د ايران د سمندري قواوقوماندان حسين خنزادي په حواله ويلي چې د روسي د ‏سمندري نظامي قواو سره ېې پريکړه کړې چې په راتلونکي نږدي کې د ايران سره په ګډ ‏سمندر اقيانوس هند کې ګډ نظامي تمرينات وکړي.‏
خانزادي ويلي چې دا تمرينات به د روان کال تر وروستيو پورې دوام وکړي خو د ګډو ‏تمريناتو د پېل دقيقه نيته ېې نه ده څرګنده کړې.‏
ايران غواړي د روسې په ملګرتيا شمالي اقيانوس هند ته څيرمه په هرمز تنګي کې ‏تمرينات سرته ورسوي چې ايران په دغه تنګي کې دنورو نړوالو سوداګريزو کښتيوپه تګ ‏راتګ بندنيز لګلولې دى، شمالي اقيانوس په يوه برخه کې د عمان د سمندر سره نښلي چې ‏دوه مياشتې دمخه ايران دعمان دوه سوداګريزې کښتې هم اشتلې وي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*