نیویارک ټایمز: امریکایي پوځونه په مشروط ډول له افغانستانه ووځي

په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو دکامیابولو په موخه چې زلمی خلیلزاد بیا خپل سفرپېل کړی نیویارک ټایمز لیکي چې خلیلزاد غواړي طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبروته کښینوي او دافغانستان د سولې په اړه په ټولو موضاعاتو طالبان د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
خلیلزاد د مخه نیویارک ټایمز ته ویلي وو چې دافغان حکومت سره دطالبانو لخوا دخبرو انکار دی چې دافغان مسئلې حل ېې پیچلی کړای دی اوس غواړي دمسئلې دحل لپار طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته رضا کړي.
طالبانو په وار وار ویلي څو چې له افغانستانه د بهرنیوپوځونو د وتلو هوکړه ورسره نه وي شوې دوې به افغان لوري سره هیڅ ډول خبرې ونه کړي، نیویارک ټایمز لیکلي چې امریکا غواړي په مشروط ډول د مهالویش وروسته د دوه کالو په کمه موده کې خپل پوځونه له افغانستان وباسی خوهغه شرطونه چې نیویارک ټایمز ېې یادونه کړیده نه دی څرګند.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*