انتخاباتي کمپاين په مرګ ژوبله پېل شو

سرليکنه

په افغانستان کې جګړې او ګډووډۍ يوځانګړى تاريخ لري خو له ١٨کالوراهيسې چې کله  چې د ديموکراسۍ او امن غږ پورته شوى  نو  بيا  مرګ ژوبله ترهروخت زياته شي

د سولې  او ديمکراسۍ دواړو نوم پيکه شوى ، همدا حال په افغانستان کې دوام لري، اروپايي او په ځانګړي توګه امريکايي رسنيو ډنډوره کړې چې ملګرو ملتونو افغانستان ته د راتلونکو انتخاباتو لپاره څو بورۍ ډالر ورکړي   بايد په خپل وخت انتخابات ترسره شي

په داسې حالاتوکې چې په هره ولسوالۍ کې مرګونۍ بمبارۍ او د کابل په هرکوڅه کې مرګونې چاودنې کيږي آيا دا انتخابات به د افغان ولس برخليک وټاکي او که به ېې نورهم پسې ورک کړي.

تيره ورځ په افغانستان کې د راتلونکي جمهوري رياست لپاره  ١٨نوماندانوته  د انتخاباتو کميسيون  اجازه ورکړه چې خپل کمپاين پېل کړي

په کابل کې يوازې  عبدالله او اشرف غني د انتخاباتو دکمپاين پېل وکړ خو د اشرف غني په لومړي مرستيال امرالله صالح داسې بريد وشو چې ٢٠تنه پکې ووژل شول او تر٥٠زيات پکې ژوبل شول

ددې نه داڅرګنده شوه چې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره انتخاباتي کمپاين  په مرګ ژوبل پېل ترهغه چې انتخابات ترسره کيږي څومره بې وزلي او د يوې مړۍ ډوډې پسې ورک ځوانان به پکې وژل کيږي ؟

دلته دوه پوښتنې دامنځ ته کيږي يوه داچې پر امرالله صالح بريد دصالح سره مخالفت ؤ او که داشرف غني د لومړۍ مرستيالۍ ټاکلو سره ؟ يوه اشاره شته  چې د مخه هم صالح د خپل ګوند مشرؤ خوکوم بريد پرې نه ؤ شوې اما چې د اشرف غني لومړۍ مرستيالي ېې اعلان شوه د داسې بريد لاندې راغې که خپله ژغورل شوې د٢٠افغانانو  په کورونوکې ېې په مرګ او د ٥٠په کورونوکې ېې دغم ټغر وغوړيده.

..په تيره دوره کې  چې اشرف غني او ډاکټر عپدالله سره ښکر په ښکروو په انتخاپاتي کمپاينونوکې ېې دومره مرګ ژوبله نه وه شوي لکه چې دا اوس چې د کمپاين په لومړۍ ورځ وشوه، د افغان ولس سره دا انديښنه پيدا شوه چې د انتخاپاتو په کمپاين کې ېې په لومړۍ ورځ دومره مرګ ژوبله وليده  تر انتخاباتو او بيا دحکومت په دوران کې به  څومره کورونوکې دغم ساندې واوريدل شي؟ .

په تيره دوره کې چې د عپدالله او اشرف غني ترمنځ سيالي يوپه يو پاتې شوه مخالفتونه زيات وو خو مرګوني نه وو هروخت چې سياسي رقا بت مرګ ژوبلې ته واوړي هغه حکومت چې په مرګ ژوبله پېل شي  په مرګ  ژوبله به پاې مومي ، په تيرو اختلافاتو کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ جان کيري منځګړتوب وکړ هغه سياسي رقابت ؤ اوس يې کمپاين په مرګ ژوبله پېل شو.

د کمونست رژويم له واکه پرځيدو وروسته چې د تش په نوم جهادي مشرانو ترمنځ په واک جګړې روانې وي امريکايي جنرالانو ېې له سپينې ماڼۍ څخه  په وينو دسره کابل ننداره کوله اوس به يي هم له کورونو د وتونکو شهيدانو جنازې  شميرلې وي  .

په افغانستان کې د جمهوري رياست دانتخاباتو کمپاين پېل شو خو ورسره په امريکايي رسنيوکې د پښتنو، تاجکو،هزاره وو،ازبکو او په ټوله کې د درې ژبواوپښتنوترمنځ د اختلافاتو لړۍ هم پېل شوه چې انتخابات د ټاکلي نيټې پورې بل لوري ته يوړل شي يا پکې دومره مرګ ژوبله رامنځ ته شي چې له انتخاباتو افغان ولس په همدغه حالت خوښ پاتې شي لکه څرنګه چې سوله په ناڅرګند برخليک پورې تړل شوې دا ډول انتخاباتوکې هم نا اغيړي رامنځ ته کړي که ېې ترسره هم کړي جنازې به ېې شميري .

په نړيواله کچه د انتخاباتوکمپاينونه   د ديموکراسي په فضا کې کيدونکي وي خو هره ديموکراسي يوشکل نه وي په افغانستان کې ديموکراسي هم مرګ ژوبلې له ځان سره لري اوټاکلي نقطه ېې  ځرګنده نه ده،  جمهوري رياست ته کانديدان به ېې ونه توانيږي چې په کمپاينونوکې خپل  مرامونه ولس ته څرګند کړي او نه به دومره فرصت په لاس ورشي.

.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*