تاجکستان ٨٠ افغان بنديان افغانستان ته سپارلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي  ويلي دي ٨٠ افغانان چې تاجکستان کې بنديان  و، افغانستان  لوري ته سپارل شوي او دا کسان به د پاتې محکومیت دوره خپل هېواد کې تېروي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بندیانو سپارلو تړون له مخې دا زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

د صبغت احمدي پر خبره ، دتاجکستان  د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني څه مهال مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې د دې تړون د پلي کېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دواړو هېوادونو د تړون له مخې هغه افغان بندیان افغانستان ته لېږدول کېږي چې تاجکستان کې محکمې د دوی په تړاو حکم کړی وي او له بلې خوا افغان بندیان هم په دې خوښ وي چې خپل هېواد ته ولېږدول شي.

نوموړي تاجکستان کې د افغان بندیانو د شمېر په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې یو شمېر تاجکستانیان هم افغانستان کې بندیان دي.

افغانستان پر تاجکستان سربېره له ایران سره هم پر ۱۳۸۵ کال تړون کړی چې له مخې یې بندیان د پاتې بند تېرولو لپاره خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

له نږدې پنځو کلونو راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ بندیان تبادله کېږي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*