په کابل کې د معدن د وزارت پر کاسټر برید شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي دي ،  نن ګهیځ د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د معدن وزارت پر کاسټر  برید شوی چې  له امله يې  د پنځو کسان

وژل شوي دي او ١٠ ټپيان دي دابريد  سهار اته بجې او ۱۰ دقیقې شوى دى.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر خپل ټویټر لیکلي، د چاودنې له ځایه کابل امبولانس روغتون ته څلور ټپیان او یو مړی وړي دي. نوموړی وايي، دا چاودنه د مکروریانو ملي بس څلورلاره کې شوې ده.

طالبانو ويلي دي ، د کانونو وزارت پر کاسټر برید او چاودنه پر طالبانو پورې اړه نه لري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*