دننگرهار په خوږياڼو کې د ولسي خلکو پر موټر چاودنه شوې

د ننګرهار په خوږياڼیو ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې  د شپږ مېرمنو په ګډون ۷ کسان وژل شوي  او څلور نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی ويلي دي ، چاودنه د سړک د غاړې ماین وه چې نن سهار نهه بجې د وزيرو په صندلي سيمه کې د يوې کورنۍ پر ډاډسن موټر شوې.

د عطاء الله خوږياڼی پر خبره  یاده کورنۍ د وزیرو خوځخیلو له سیمې څخه فتخ خرګې سیمې ته په یوه ډاډسن موټر کې د واده مراسمو کې د ګډون په موخه روان و چې چاودنه پرې شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*