
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي د ، فرحان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوى فرحان یوسفزی د عزیزالله فضلي پرځای وګومارل شوی فضلي تېر کال د کرېکټ بورډ مشر ټاکل شو ې وه خو د ۲۰۱۹ نړیوال جام وروسته پر فضلي او د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې نیوکې زیاتې شوې.افغانستان په نړیوال جام کې ۹ لوبې وکړې خو یوه یې هم ونه ګټله. په ځینو لوبو کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده او د یو شمېر خلکو نیوکې یې وپارولې. له همدې امله ځینو خلکو د کرېکټ بورډ د مشر ګوښه کېده وغوښتل.
Leave a Reply