د چین پخوانی لومړی وزیر د (بیجېنګ قصاب) لي پېنګ مړشوى

د چین د رسنيو د خبرله مخې د چین پخوانی لومړی وزیر لي پېنګ چې په د بیجینګ قصاب  یې هم شهرت درلود د ۹۰ کلونو په عمر په  بیجینګ کې   مړشوى  د مړینې لامل یې نه دی روښانه شوی.

لي پېنګ د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې په لوړو څوکیو کار کړی دی.‌

لي پېنګ د ‘بیجېنګ قصاب’ شهرت ځکه خپل کړ،‌ چې په ۱۹۸۹ کال یې تیاننمین میدان کې د دیموکراسۍ غوښتونکي لاریونیان سخت وځپل. او د خپلو کړنو دفاع کړېده چې وايي “یوه اړتیا وه”.

له چین بهر د دغو لاریونونو یوه مشر وور کایکسي  ویلي ، د لي پېنګ په مړینه خوشاله دی او هغه یې د جولای ۴ مې د ټولوژنې قصاب بللی.

دی وايي، نړۍ او تاریخ باید هغه یاد وساتي او موږ هیله لرو یوه ورځ به راشي چې د چین د تاریخ کتابونو کې به هم په همدې طریقه یاد شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*