اذربایجان افغانستان ته نوى سرتېري رالېږلي

د اذربایجان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې افغانستان ته د خپلو نویو استول شویو سرتېرو شمېر نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي دا سرتېري به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

د اذربایجان د دفاع وزارت په وینا دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد ۱۲۰ سرتېري شتون لري چې له دې ډلې دوه کسه یې ډاکټران دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دمګړی ۱۷ زره بهرني سرتېري ماموریت ترسره کوي.

دوی تر ډېره د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده ترسره کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان پوځيانو سره مرسته کوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*