عمران خان: طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوو

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د جګړې او د سولې په هکله خبرې وکړلې.

جمهور رئیس ټرمپ د عمران خان سره خبرو کې وویل چې د افغانستان جګړه یوې اوونۍ کې هم خمتولی شي خو نه غواړو چې میلیونونه کسان ووژل شي.

ټرمپ په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو د ستر غیر اټومي بم (د بمونو مور) کارول ياد کړل چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش په مرکزونو واچول شو.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې د همدا شان نورو بمونو په جوړولو کار روان و خو ټرمپ وویل چې ” ما یې مخه ونیوله.” جمهور رئیس ټرمپ همدرانګه وویل امریکا په افغانستان کې د ۱۹کالونو نه زیات وخت تیر کړی او اوس یې وخت راغلی چې د هغه هیواد نه ووځي.

ټرمپ وویل چې پاکستان د افغانستان نه زمونږ په وتلو کې همکاري کوي او زیاته یې کړه چې “ډیر ژر به د افغانستان په هکله ښه ځوابونه ولرو.”

ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې ور ټولو خبریالانو ته وویل، پاکستان کولی شي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري، او دا ځکه چې پاکستان په افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر نفوذ لري.

په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، زما حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د هلو ځلو بشپړ ملاتړ کوي.

لومړي وزیر عمران خان زیاته کړه، نړیوال تر بل هر وخته په افغانستان کې سولې ته نږدې شوي دي، او تمه یې وښوده چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

عمران خان  د ولسمشر ټرمپ د خبرو په تائید وویل چې د افغانستان جګړه هېڅ پوځ حل نه لري، او پوځي حل به د میلیونونو کسانو د وژل کېډو په معنی وي.

عمران خان ويلي دي د افغان ستونزې يواځينې  حل له طالبانو سره دسولې تړون دى

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*