د طالبانو په مهال كې امنيت و

د ملي تاريخ فلسفه :

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د طالبانو په مهال كې امنيت و دا خبره په شرق او غرب كښې كېدله ،چې امنيت خو په محبس كښې هم وي نو څه ؟ چېرته ،چې امنيت وي زندان ته حاجت نه وي د ټولې نړۍ لښكرې افغانستان ته راغلى ، امنيت ټينګ نه شو د الښكرې د هغه افغانانو په مرسته راغلې ،چې په ملي تاريخ كښې هغو ته متعصب اجساد ويل كېږي .

نو كه په غزني كښې د سلطان محمد په مهال څلور سوه پارسي ژبي شاعران و ، هغه مهال ژبه مطرح نه وه دا كار په اروپا كښې وشو او ټولې نړۍ ومنله .

افغانستان كښې تر اوسه نه ده منل شوې دا به د پښتو وړ اخلاق وي . سلطان محمود زركاله د مخه و . مونږ اوس ژوندي يو او د ژبې موضوع مطرح ده . هغه مهال مطرح نه وه .

سلطان محمود د خراسان ولايت له سامانيانو ونيو په غزني پورې يې وتاړه تركان يې د افغانستان له شمالي سيمو وشړل . اوسني پنځه شمالي هېوادونه تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان او قرغستان يې په افغانستان پورې وتاړه تر ګنګا پورې يې ،چې هلته ساكان و . په يوه مركز غزني پورې وتړل شول .

امير عادل او محمود دواړه تاريخ پوهان و . هلته ،چې ساك سور او پاكت و هغوى هندوان شوي و . دوى يې مسلمانان كړل په زرهاوو جوماتونه يې جوړ كړل دوى افغان مسلمانان و او خپل تاريخي كردار يې سر ته ورساو

سلطان محمود سني مذهبه و . په ايران كښې دده په برخه دوه ګوني احساس و . دا ،چې سني مذهب و . په يو سترګه يې ورته كتل او دا ،چې پارسي ژبې ته يې ډېر كار كړى و . په بله سترګه يې ورته كتل . پوښتنو هم د پارسي د پرمختګ له امله ترې خوشحالي نه ښودله .

افغان امپراتوران ټول زړه سواندي و او له دې كبله يې تاوانونه ليدلي خو دوى ړنګه بنګه پښتونولي ساتلې ده . د سلطان محمود غزنوي د زړه سوې يوه نتيجه دا وخت ،چې په ماورالنهر كښې يې سلجوقي كورنۍ ته اجازه وركړه ،چې سرخس كښې و اوسي . په همدغه مهال دده يو امير ،چې امير توس نومېده ( طبقات ناصري) په قول امير ارسلان ،خو(ګردېزى تاريخ وايي) ،چې امير توس نومېده. سلطان محمود ته وويل : چې دا كار ستا تېروتنه وه . له دوى به بلا جوړه شي اوس يا ټول ووژنه يا يې غټې ګوتې پرې كړه سلطان وويل

اوس ما ژبه كړې ده او دا كار له ترحم لېرې دى.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*