محکمې د مهسا قاتلان پر ۳۰ کاله بند سزا محکوم کړل

د کابل استیناف محکمې د مهسا په نامه کوچنۍ نجلۍ  ‘قاتلان پر  د ۳۰ کاله بند محکوم کړل  د کابل دې محکمې په غونډه کې د مهسا د وژنې په تور دوو کسانو ته د ابتدایه محکمې د سزا حکم تایید کړ.

ابتدایه محکمې د روان کال د جوزا په پنځمه د محکمې په علني ناسته کې دوی هر یو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه.

مهسا هغه شپږ کلنه نجلۍ وه چې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې په کابل کې وتښتول شوه او بیا یې یوه ورځ وروسته مړی وموندل شو. د هغې وژنې پراخ غبرګون وپاراوه او یو شمېر خلکو د هغې قاتلانو ته د اعدام سزا غوښتنه کوله.

د مهسا پلار د پیسو راکړه ورکړه کوله او لور یې د پیسو لپاره تښتول شوې وه.

د کابل پولیسو ویلي و چې د مهسا تښتوونکي د دې ښار په یولسمه ناحیه خیر خانه کې د نوموړې ګاونډیان وو چې د مهسا له اختطاف وروسته یې د ټیلیفوني اړیکې له لارې د هغې له پلاره ۳۰۰ زره امریکايي ډالر غوښتل.

خو کله چې د هغې کورنۍ پولیس خبر کړل په همغه شپه اختطاف کوونکو دغه نجلۍ ووژله او مړی یې د اوبو په ویاله کې غورځولی و.

هغه مهال د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د “د مهسا قاتلان اعدام کړئ” هشتګ په کارولو د نوموړې د قاتلانو د چټکې محاکمې غوښتونکي شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*