سپور شونډو افغان کډوالو سره د يو، اين، ايچ ، سي ، آر غوړې وعدې

ليک : س ، سيرت

هر کال  چې په نړيواله کچه دکډوالو ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کيږي   په هغو هېوادونو کې چې دجګړو او نورو مشکلاتو له امله کډوال ميشت وي  ،دکډوالو نړيوالې مرستندويه ادارې ورسره په بيلا بيلو برخو کې  خو يو، اين ايچ ، سى ار ورسره په هره برخه کې مرستي کوي آن خپل هېواد ته په تللو او هلته ځاى پر ځاى کولو کې هم ورسره مرستې کوي .

د کډوالۍ د ستونزو او ورسره مرسته کوونکو ادارو څخه دمخه څوک خبر نه وي  خو کله چې خپله کډوالۍ سره مخ شي  بيا د کډوالۍ له قانونه هم ځان خبروي

څه وخت چې په ١٩٧٨ کې په کابل کې د روس پلوه کمونست ګوند چ دسردارمحمد داؤدخان حکومت نسکوراو ټول افغان مسلمان  ولس دکمونستي  نظرئې او نظام مخالفت وکړ،د کمونستي حکومت د زور ظلم له امله افغانانو بيلا بيلو هېوادونو ته د کډوالۍ لار ونيوله د ګاونډيتوب مذهب ، کلتور او ژبې په يووالي سره زيات افغانان ايران او پاکستان ته په کډه شول خو ١٤ کاله پس دهغه کمونست نظام د نسکوريدو او روسيې پوځونو مسکو ته په ستنيدو زيات شمير افغان کډوال له ايران او  پاکستان او نورو هېوادونو بيرته  خپلو کورونو ته ستانه شول .

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې دا وخت په پاکستان کې دوه ميليونه او په ايران کې دوه ميليونه  درې سوه څلويښت زره افغان کډوال د کډوالى ژوند کوي خوورته  پدې ملکونو کې وخت په وخت دپاتې کيدو مودې غځول کيږي

د روان کال د جون په ١٨ په اسلام اباد کې د پاکستان ، ايران ، افغانستان د کډوالو عالي کمشنرۍ شپږمه غونډه وشوه افغان کډوالو ته په پاکستان کې د پاتې  کيدا موده د ٢٠٢٠م کال دجون ٣٠ پورې وغځول شوه، مونږ يادونه وکړ چې د کمونستانو دبادارانو ( روسانو ) له افغانستان څخه  په وتلو او بيا د وروستي کمونست حکومت چې ډاکټر نجيب ئې واکمن ؤ د نسکوريدو وروسته افغانانو د خپل هېواد په لورى ګډى بار کړى شپه ورځ افغانستان ته  دافغانانو کډې  روانې وې خو په افغانستان کې د يو شمير جهادي مشرانو دکورنيو جګړو له امله چې د اقتدار لپاره روانې وې نه يواځې دا چې خپل هېواد ته دافغانانو د تللو بهير ئې ټکې کړ  بلکې ډير ئې بيا کډو کولو ته اړ کړل  چې تر نن ورځې پورې په پاکستان  او نورو هېوادونو کې په خپل هېوا  کې د سولې  په تمه دکډوالۍ ژوند کوي

د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د يو اين ، ايچ ، سى آر په وسيله دافغان کډوالو سره پراخه مرستې وکړي  خو يواځې  افغان کډوال نه دي چې ټولې  ستونزې  ئې حل کړي دا وخت په نړۍ کې د بيلا بيلو مشکلاتو له امله چې زياتره ئې دجګړو کډوال دي د ١٩٠ هېوادونو  وګړي د کډوالۍ  ژوند کوي چې شمير ٢٥٨ ميليونو ته رسيږي.

افغانان  د ١٩٧٨م کال  را هسې کډوال دي  خو په نړۍ کې د سورئې په شمول د نورو کډوالو ستونزې زياتې  دي بيا هم دکډوالو نړيوال سازمان افغان کډوال هير کړى نه دي، دکډوالۍ د لومړيو وروځو شپو راهسې دافغان کډوالو سره د يو اين ايچ سى ار لخوا مرستې کيږي.

دافغانانو دکډوالۍ په لومړي کلونوکې د د يو، اين ،سي ، آر د مرستو ترڅنګ به د جهادي تنظيمونو لخوا هم کډوالو سره مرستې کيدى چې څوک به رنګ شول او څوک به سپورې  شونډې ګرځيدل، که څه هم په افغانستان کې د ناامنيو له امله افغان کډوال خپل هېواد ته له تللو پښه نيولي وو خو په ٢٠١٨د  دستمبر په ١٦ مه چې عمران خان په کراچى کې د کډوالو سره د اروپائې هېوادونو او امريکا د کړنلارې په غونډه کې په پاکستان کې زيږيدلو افغان بچيانو ته د شناختي  کارډونو د ورکړې وينا وکړه  هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې پاتې وو بيا ئې د کورونو زړو د يوالونو ته تکيه ووهله.

اوس يوځل بيا يو ، اين ايچ سى آر د ديوڅه ځنډ وروسته د پاکستان سره په مشوره افغان کډوالو سره غوړى وعدې پيل کړى، دا وخت په پاکستان کې ٣ ډوله کډوال ژوند کوي يوه برخه نړيوال تجارتونه او بانکي حسابونه لري چې دا ډول افغانان ډير کم دي،دويمه برخه يې عادي زورګار لري  چې تر افغانستانه په پاکستان کې يو د ارام او سکون ژوند لري.

دريمه برخه ئې په بټيو کې خښتي اچوي يا د سرکونو پرغاړو لاس ګاډو کې د وچې ډوډى پيدا کولو لپاره سوځند لمر ته ولاړوي  چې هغه هم يوې او بلې خوا ته ځغلول کيږي، د يو اين ايچ سى آر مرستو ته همدا په بټيو کې خښتي اچوونکو او دلاس ګاډو مزدوران پاتي دي چې دکډوالې له پېله تر نن ورځې پورې ټول عمر ئې په وچو يا سپورو شونډو تير کړ، که په دې سپور شونډو افغان کډوالو کې ځينو تعليم هم کړې ؤ  خو په افغان  ښوونځيو کې چې په کمپونو کې ورته جوړ شوي وو چا چې به د ٢٥٠٠٠ روپيو رشوت ورکولو وس نه درلود

معلمۍ  ته نشو رسيدلاى، مانا دا چې غريبو تعليم يافته کډوالو به هم په بټيو کې خښتى اچولى اوس هم دهغه کډوالو شونډى وچې او سپورې دي.

تېره ورځ د بډبيرې ځنګلي  شيخ اباد  سيمې ته د يو اين ايچ سى آر لخوا افغان کډوالو سره د مرستو لپاره درې کسيز پلاوى چې پکې  قاري عزيزالرحمان ، اسماعيل خان او نصير خان شامل وو ليږل شوى ؤ  په ځنګلى شيخ آباد، متنو او نورو خواو شا سيمو کې ټول بې وسه  افغانان مزدور کار ژوند کوي کله چې ورته مزدوري پيدا نشي  په هغې ورځ ئې په  وچو شونډوزيات پتري ليدل کيږي  خو د يو اين ايچ سى آر لخوا چې د تعليم ، روغتيا علاوه به د کونډو ، يتميانو ، معذورانو ، معلولينو اوپه سختو مرضونو اخته افغان کډوالو سره مرستې کوي افغان کډوال د يادو کسانو غوړو وعدو اودهغوۍ د نيکو اخلاقو څخه متاثره شول.

افغان کډوال ځکه په غوړو وعدو پوره باور نه لري چې د کډوالۍ له ورځي راهسې  په پېښور کې افغان کونسلګرۍ او دکډوالو تش په نوم جوړ رياست د دوي  د بدې ورځې هيڅ پوښتنه نه ده کړى، که په دښتوکې له تندې مري او که ېې دخزانې کمپ کې ټول کورونه سيلاب وړي پوښتنه ېې نشته.دافغان کډوالو ټول ژوند په سپورو شونډو تير شو د دې غوړو وعدو هم پوره تمه نه لري خو بيا هم د ستونزو من ژوند څخه دخلاصون بله  لاره نه ده ورپاتې، ګوره که الله تعالى ئې خپل هېواد ته د تللو زمينه برابره کړي  د غوړو وعدو په تمه به د سپورو شونډو له ژوند کولو اوکړاوونوخلاص شي. .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*