د ښوونځيو زده کوونکي له سياسي غونډو منع کړل شول

د افغانستان د پوهنې وزارت په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي ، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي.

د دغې وزارت ویانده نوریه نزهت د دغې پرېکړې دلیل امنیتي ستونزې اوله درس څخه د زده کونکو پاتې کیدل ګڼي:

په رسمي غونډو او د پوهنې وزیر په ګډون د چارواکو د هرکلي په مراسمو کې او دغه راز په ټاکنیزو کمپاینونو، لاریونونو او احتجاجي غونډو کې د ماشومانو ګډون په سختۍ سره ممنوع دی او لامل یې هم دا دی چې په دغسې غونډو کې د ګډون له کبله ماشومانو خپل درسونه پاتې کېږي او له خطر سره مخامخېږي.

نوموړې وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغه امر له پلي کولو سر غړونه وکړي.

په دې اړه خبر پاڼه هم  خپره شوې ده چې په دې ډول ده

د پوهنې وزارت اطلاعیه

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۰مه

د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل منع دي.

پوهنې وزارت ـ کابل: د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل په کلکه منع دي او هېڅ حقیقي او حقوقي شخص ته به اجازه ور نه کړل شي، چې په تبلیغاتو، لاریونونو، غونډو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځي له زده کوونکو څخه ګټه پورته کړي.

دغه پرېکړه، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، د ښوونځي زده کوونکو ته د جسمي او روحي زیان له اوښتو څخه د مخنیوي او په سیاسي مسایلو کې د پوهنې د نه لاس وهنې او بې پرېتوب د ساتنې په موخه؛ تر سره شوې ده.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، د پوهنې د وزیر په ګډون د چارواکو د ښه راغلاست په مراسمو کې د زده کوونکو ګډون؛ له زده کړه ییزو اصولو او مکلفیت سره په ټکر کې واقع کېږي.

له بل لوري زده کوونکي په داسې مراسمو کې ګډون ته مجبورول، د هغوی د شخصیتي روحې د زیانمنېدو لامل ګرځي او د حقارت احساس ورته پیدا کېږي.

همدارنګه دغه مسأله د دې لامل کېږي چې زده کوونکي درسي فرصتونه له لاسه ورکړي او د درسي نصاب پلي کېدل له ننګونو سره مخ شي.

د مرکز او ولایتونو د پوهنې ټولو ریاستونو ته لارښوونه شوې ده، چې یاد شوي موارد مراعات کړي
پوهنې وزارت به د دغه دستور له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*