د غورصنايع

د ملي تاريخ فلسفه :

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دغورصنايع : دغه موضوع د پلټنې ده ،چې ولې غور يو صنعتي هېوادو ؟ او د غور صنايع صادريدل د غور وسله نامې وه د علاوالدين غوري او سلطان سنجر جګړه په همدې راغله ،چې غور پر سنجر وسله بنده كړه .

اّهنګران د غور صنعتي ښارو او فيروز كوه يې پلازمينه وه.سنګه اّباد او مندېش يې ښارونه ول.

همداسې په ټول غور كښې زرجنګى كلاوې وې پوهان او عالمان پردوى راټول و كه د اټول و څېړل شي ملي فلسفه او د ژوند لاره څرګندېږي. هو كه د لويديځ بد اخلاقيو او ظلمونو ړانده كړي يو بيا خبره بله ده.

سلطان محمود غزنوي ? زابلي امير اجل سيد يمين الدوله و امين الملت وكهف الاسلام ابوالقاسم محمودبن ناصرالدين والدولۍ سبكتګين رحمه الله عليهم امير اجل ، امين الملت سلطان محمود د عادل امير سبكتګين زوى :

د افغانستان په اسلامي تاريخ كښې دوه هم ملي پاڅون دغزنويانو دى په دې دوره كښې حوزه يو ځل بيا تامين شوې ده .

له نېك مرغه لا اوس داسې اسناد شته ،چې د هغې له مخې مونږ پوهېږو سبكتګين او محمود دواړه ،چې پلار او زوى دي سپېڅلي افغانان دي ، دوى ترك نه دي تره كي دي . د دې مطلب دليلونه د همدغې ليكنې په درېيمه برخه كښې راغلي دي .

ددې خبرې سپيناوى ضروري دى ،چې د يوه تصادف له مخې دري يا فارسي د عربي پر ځاى راغله ، د هغه بيان دا دى ،چې په څلورمه هجري پېړۍ كښې يوه شاعر د يعقوب صفاري ،چې ساكزى و ستاينه په عربي ژبې وكړه . يعقوب ملك الدنيا پوه نه شو، نو په كلكه يې وويل : ” په هغه ژبه ،چې پوهېږم ولې څه راته وايئ “.

محمد وصيف دده د زړه ښه كولو دپاره په فارسي د ستاينې شعر ووايه د سيستان په تاريخ كښې ليكل شوي . تر دې مهال پورې پارسي ليكنه نه وه او دا لومړى ځل و ،چې پارسي په شعر وويل شوه او وليكل شوه .

د سيستان تاريخ وايي ” بن فحله ” ،چې په خپله ساكزى و هم پارسي شعر پېل كړ . او يعقوب صفار ته يې شعر ووايه . له دې ټكي داسې بريښي ،چې كه همدغه مهال ” وصيف” “بن فحله” پښتو شعر ويلي واى ،ټولې رسالې او ديوانونه پښتو كېدل او هند ته به هم پښتو تللى وه او ماورالنهر ته هم ،چې پښتانه تر اوسه هم د ضرورت په مهال پښتو نه وايي .

وروسته له هغه ،چې غزنويانو هم پارسي وپاللـه هند ته هم لاړه لـه بله پلوه د ژبې موضوع وروسته اهميت وموند او د نولسمې پېړۍ پديده ده ،چې د روس په دربار كښې فرانسوي وه او بيا وروسته روسي شوه . دپارسي لمنه له تركيې او هندوستان څخه ټوله شوه .

ازبكستان ، تركمنستان كښې ازبكي او تركمني د پارسي پر ځاى راغله ، له بده مرغه پارسي يا دري له زرنج نه غزني او له غزني نه غور ، بيا قندهار او كابل كښې د رسمي ژبې په حال كښې پاتې شوه .

اوس هغه مهال رارسېدلى دى ،چې په افغانستان كښې يې لمنه ټوله شي . ځكه وروسته نژدې دوې ژبې په يوه هېواد كښې نه ځاييږي ،چې دواړه رسمي وي . اكثريت په ډيره كې وي ، هر تومن كښې بېلې ژبې دي ،خو رسمي يوه وي . د نړۍ د يو سل نوي هېوادو مثال څوك نه وايي ، يوازې سوېس يادوي .

د عمر په دې مهال كښې ددوو ناروا خبرو وځورولم ، لومړى دا ،چې په” سويس كښې درې ژبې رسمې دي ، دوه هم دا ،چې امنيت په محبس كښې هم شته .”

د سويس موقعيت ، سياست او اقتصاد وګورئ بيا افغانستان : افغانستان ،چې سوېس غوندې شو بيا دې پنځه ژپې په كښې راشي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*