د سولې د ناکاموهڅو وروسته د جګړې زياتوالى

سرليکنه

په قطرکې د امريکايي مرکچيانو او طالب مشرانو ترمنځ د سولې مذاکرات تر اووم پړاوه ورسيدل له لومړي پړاوه نيولې تر اووم پړاوپورې به افغان حکومت او امريکايي چارواکو ويل په سوله کې پرمختګ شويدي خو سره د پرمختګ د دعوو به بيا هم په افغانستان کې دتير په څير جګړه روانه وه ،  پرامنيتي پوستو او ولسواليو د طالبانو او پر ولسي وګړو به د بهرنيوځواکونو بمباري او شپني عمليات دتير په څير روان وو.

په قطرکې د شپږم پړاو وروسته د اووم پړاوغوندې لپاره امريکايي چارواکو بېسارې هڅې وکړې هغه ټرمپ چې د مخه په ېې په افغانستان کې طالب وسله والو ته دپښې ايښودلو ځاې نه پريښود  دافغانستان ټولو ګاونډيانو ته ېې لمن وغوړله چې دافغانستان سوله کې مرسته وکړي په ځانګړې توګه پاکستان چې کله ېې دافغانستان په سوله کې هڅې ستايي او کله ېې ګرم بولي،  هغه روسېې ته  ځولۍ وغوړوله چې هرډول سيالي ورسره پالي زلمې  خليلزاد مسکو ته ورغې او دافغانستان دسولې په اړه ېې دهغه هېواد دبهرنيوچارو وزير سرګي لاوروف سره ليدنه وکړه ترې ېې وغوښتل چې د افغان مسئلې په حل کې ورسره مرسته وکړي.

ټرمپ په وار وار ويلي چې طالب وسله وال به د زور له ليارې سولې ته کښينوو اويابه ېې له منځه وړو خو چې د قطر په غونډه کې دامريکا په نظر اونقشه عمل ونه شوپه افغانستان کې بيا جګړو زور واخست د يوې خوا پرولسي وګړوي شپني عمليات او له بلې خواد طالبانوله لوري  پرامنيتي پوستو او هدفۍ بريدونوکې زياتوالې راغى.

امريکا د قطر په غونډه کې دا غوښتل چې له افغانستانه به دعراق په څير پوځونه، نه باسي او طالبان به د تل مهاله اوربند اعلان وکړي،همدا نقشه وه چې طالبانو ته د منلو نه وه،  په اصل کې په افغانستان کې جګړه د بهريوپوځونو په شتون روانه ده ، د مخه چې په افغانستان کې د طالبانو نظام ؤ سره دځنې مشکلاتو يوسولمن او دامن نظام ؤ چې هيڅ وخت به ېې مثال ونه موندل شي، دهمد ې نظام په له منځه وړلو او پرافغانستان دامريکايي پوځونو بريد ؤ چې جګړې ترې پېل او ترنن ورځې پورې روانه ده  .

ددې نه داثابته شوه چې امريکا په افغانستان کې هم په جګړه او هم په سوله کې ناکامه شوه، اوس دجګړې په ډګر کې هيڅ نه شي کولاى چې کوي ېې هغه پر ولسي بې دفاع وګړو شپنې عمليات او هوايي ړنده بمباري ده، د وسله والو طالبانو سره دمخامخ جګړې توان نه لري، په سياسي ډګر کې ېې ځکه ماتې وخوړه چې نه افغان ولس او نه دافغانستان ګاونډيانو دامريکا دامپراتورې زغم لري، امريکا غواړي ټوله نړۍ په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ نظامي کړي په اسلامي هېوادونوکې په يو اوبل نوم جګړې پېل او خپلې ډول ډول وسلې پرې وپلوري .

په افغانستان کې د جګړې د زور اخستلو عوامل به نور هم ويي خو دا درې لاملونه دي چې يو امريکا هيڅ وخت نه غواړي له افغانستان څخه  خپل پوځونه وباسي ، دوېم امريکا په افغانستان کې د تل لپاره دخپلې خوښې دنظام اوڅيرو هڅې کوي ، درېم امريکا په افغانستان کې د سولې په نوم دجګړه دوامداره ساتي، په اسياکې د پراخه نفوذ لرلو په موخه افغانستان د مورچې  په حيث ساتي او تبليغوي چې طالبان سوله نه کوي .

طالبانو هيڅ وخت  په جګړه ټينګار نه دى کړى، دا کومه جګړه چې کوي داېې دافغان ولس د دفاع جګړه ده پرطالبانو جګړه تپل شويده، طالبانو وښووله چې هم د بهرنيوپوځونو په مقابل کې دجګړې او هم په قطر او نورو هېوادونو کې  د ديپلوماسۍ له ليارې دسولې توان لري همدا امريکا ده چې د طالبانو په مقابل کې ېې په ډګر کې پوځونو اوپه قطرکې ېې مرکچيانوپه ناکامۍ جګړې بيا زور واخست.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*