
د ترکمنستان ولسمشرقربانقلی بردی محمدوف هغه فرمان باندې لاس ليک کړى چې له مخې به ېې افغانستان ته بشري مرستې ورسول شي.
ددې فرمان له صادرولو وروسته د ترکمنستان ښوونې اوروزنې، روغتيا، سوداګرۍ،اونورو وزارتونوته سپارښتنه وشوه چې افغانستان سره د بشردوستۍ په مرستوکې لاس پکار شي.
ترکمنستاني لوړپوړ چاروکو ويلي چې دا مرستې به افغان ولس سره په هرډول ستونزوکې ګټورې ثابتې شي چې آن په سوله کې به هم د افغانستان سره د ترکمنستان لويه مرسته وي.
ددې بشردوستانه مرستو فرمان د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف لخوا هغه وخت صادرشو چې يوه ترکمنستاني پلاوي په افغانستان کې د يو شمير سياستوالوسره دليدنو وروسته هرات ته سفروکړ.
Leave a Reply