ټرمپ او نتن یاهو دايران په اړه ټليفوني خبرې کړي

سپینې ماڼۍ ويلي دي دامريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو سره د ایران پر سیمه ییز سیاست ټلېفوني خبرې کړې دي.
سپینه ماڼۍ د یوې اعلامیې خپرولو سره زیاتوي، د امریکا او اسراییل مشرانو “په سیمه کې د ایران د تاواني چارو د مخنیوي لپاره د هڅو په ګډون” پر خپلو ګډو امنیتي ګټو هم وعږېدل.
دا خبرې له هغه وروسته دي چې ډونلډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې وویل: “ایران له اټومي تړون په سرغړاوي له اوږدمهال راهیسې پټ یورانیم بډایوي”.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې پر ایران د پام وړ بندیزونو د زیاتولو خبره هم وکړه.
بن یمین نتن یاهو هم د پنجشنبې په ورځ د یوه ټوېټ خپرولو سره منلې چې د سیمې او امنیت پر مسلو له ډونلډ ټرمپ سره غږېدلی دی:
“له ولسمشر ټرمپ مې مننه وکړه چې پر ایران د بندیزیونو زیاتولو پرېکړه یې کړې ده”.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*