د مینه منګل درېم قاتل هم ونیول شو

په کابل کې دجنايي جرمونو سره د مبارزې وزارت ویلي د مینه منګل په وژنه کې ککړ د ولسي جرګې د فرهنګي کمیټې مشاورېې هم نیولی دی.
د جنايي جرمونو سره دمبارزې پولیسیو ویلي د مینه منګل په وژنه کې درېم ککړ دوست محمد ېې د لوګر ولایت دمحمد آغې په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترځ کې نیولی دی او ترپوښتنو لاندې دی.
دکابل پولیسو هغه مهال په لوګر محمد آغې ولسوالۍ کې د دوست محمد د نیولو په موخه عملیات پېل کړل چې د مینه منګل کورنۍ پولیسو ته وویل یاد شخص په مستقیمه توګه دمینه منګل په وژنه کې لاس درلود.

د مخه د کورنیوچارو وزارت ویلي چې د کابل ښار په بیلابیلو برخوکې ېې د ځانګړو عملیاتو په جریان کې د مینه منګل په وژنه کې ککړ دوه تنه نیولي دي ، دبلې خوا د کورنیوچارو د وزارت ویاند نصرت رحیمې وايي چې دمینه منګل په وژنه کې د نورکسانوپسې هم لټون روان دی.
مینه منګل د ولسي جرګې دفرهنګي څانګې غړې وه چې څه موده دمخه له ځپله کوره دکار په لور روانه او دکابل په اتمه حوزه کې د ناپیژانده کسانو لخوا ووژل شوه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*