تبدیلي

حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۱۰/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویډن

ھفتې پر میاشتو واوړ‎ي، پورہ یو کال بدل شي
یو ځای نظام بدل شي، بل ځای اشغال بدل شي

د شفق سرہ غومبوري، د تور ماښام خوراک شي
دلته ښایست د ضعیف، تل په زوال بدل شي

ماضي روښانه لرو، خو مستقبل تیارہ دی
رڼا کولو ته یې، باید چې حال بدل شي

په ملگرتیا دې ویاړ‎ي، سم د سړ‎ي زوی به وي
خو چې چوکۍ پیدا کړ‎ي، ھغه مھال بدل شي

د امنیت راوستل، صیبه په دې نه کیږ‎ي
چې یا والي لیرې شي، یا ولسوال بدل شي

دا نولس کاله پورہ، اورو یوہ سندرہ
راځئ! مُطرِب بدل کړ‎و، چې سُر او تال بدل شي

منمه مات به مو کړ‎ې، خو بدلوی مو نه شې!
نه به آذان بدل شي، نه به بلال شي

د ځناورو لښکر، مو ماشومان را وژني
خو چې طالب ته مخ شي، پړ‎انگ په شغال بدل شي

ھاغه غاورہ جینۍ، چې یې د زرکې تگ کړ‎
اوس یې لالی شھید شو، نور به یې چال بدل شي

د خزانې د پاسه، د ملنگانو قوم یو
د سوال کچکول مو راته، بیرته په سوال بدل شي

د زلفو سیوری وکړ‎ہ، یو څه مُسکۍ شه ورته
حفیظ غمو گیر کړ‎ی، که لږ‎ یې خیال بدل شي

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*