افغان انګليس په دوه همه جګړه

ارواښادقدرت الله خان حداد
افغان انګليس په دوه همه جګړه کې( ١٨٧٩ ميلادي کال ) کې انګليسانو دبالاحصار ښار ګوټې وسوځاوه او غازيان يې شهيدان کړل هر چانه يې پوښتنه کوله غازيان چيرته دي ؟ هر چا به چې غازيان ورښودل هغوى ته به يې پېسې ورکولې نو ډير غازيان په ډله ايز توګه ووژل شول چې ما دهغو مبارک هډوکي ليدلي وو چې دبالاحصار په خوا کې دنډوبي کې تويي شوى وو دباروت سازۍ او شوره خانې پاتې وران ځايونه مې ليدلي و دتوپونو ميلې يا نلۍ بيرته په نورو شيانو کې په کاريدلې . دکابل دغرونو په سر دکوشانيانو دورې ديوالونه اوس هم ښکاري که څه هم خاوره يې په کورونو کې مصرف شويده ، واورو او بارانو وړې ده بيا هم سم ښکاري دمرنجان دتپې تاريخي اثار ايستل شويدي دچکري منار ولويد زما دپاره خواشينونکې دي چې ټولې نښې نښانې لاړې په ١٣٢٥ له اهنګريو دګذر ګاه سيمې ته کډه شولو دلته مې ښکلې منظرې باغونه وليدل د ګذر ګاه دغره په ډډه کې دمغلو دمهال څو طاقونه و( بابر) دباغ تر شاه سمڅه وه چې چوتره او تاقچې په کې وې دغه سمڅه د( بابل) په نامه ياديدل استاد احمد على کهزاد چې ګذرګاه کې اوسيده ځينې معلومات مې له هغه ترلاسه کړل .
داويا کلو په ترڅ کې مې دتاريخي اثارو له مينځه تلل وليدل نه دا وطن بې هنره وه نه بې پوهې هماغه دهويت دورک کولو کار و چې اوس وروستي پړاو ته رسيدلى له ښه مرغه زما عمر هم په وروستي پړاو کې دى
څه وکړمه خدايه يار مې نادان دى
په اهنګر خانې کې داسې استادان و چې دامير شير علي خان دزمانې خبرې يې کولې يو له هغو استادانو دينو نوميده چې نوم يې دين محمد و .
اصلې خبره په کورني توليد کې ده چې تر دوه همې عمومي جګړې وړاندې ډير و دجګړې په کلونو افغانستان ډير څه له لاسه ورنه کړل دمالونو راوړل له بهر نه بند و ډيرې پېسې ذخيره پاتې شوې چې بيا وروسته په ١٣٢٧ هـ لمريز کې په داسې حال کې افغانستان له بهر نه پور وړى نه و دبغلان دقند فابريکه ، پلخمري نساجي ، دکندز صابون او نبات غوړيوفابريکر جوړې شوې وې بيا دګلبهار فابريکه دسروبي دبريښنا دتوليد کارخانه دهلمند دناوې پروژه ، کجکى بند ، د ارچې ډښتې خړوب ، ګورګان نهر ، دبند سراج او نور کارونه وشول .
د چپرهار عجيبه پېښه دنړۍ په تاريخ کې
تلويزيون مې غلى کړ چې دچپرهار قصه وليکم نه غواړم چې دا تاريخي قصه ونه ليکل شي اوس خلک بې سده دي په سد به شي ما چې دافغان ملي تاريخ ليکلي اوس يې پايناب ته رسيدلى يم .
شعر نه دى دا خوناب دزخمى زړه دى
يا وتلى دستې دم دخولې دمړه دى
يا له ښهره دحيرت وتلى فوج دى
يا دوينو اباسين وهلى موج دى
( دا شعر نه دى حقيقت دى )
ما دا وليدل تاسو ته يې ليکم ماته نه په ژوندون کې چا څه راکړي نه دى پس له مرګه څه راکړي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*