آیا د بهرنیوپوځونود وتلوپه اوږد مهاله مهالویش به تل مهاله اوربند وشي؟

لیک : س،سیرت
که څه هم تیره ورځ طالب مشرانواو افغان حکومت په قطرکې د اوم پړاؤ له خبرو افغان ولس ته ډاډ ورکړاوله خبرو وروسته ېې د قطر دغونډې له اعلاميې خوښي وښووله خو افغان ولس چې کومه تمه د قطرد غونډې له اوم پړاوه درلوده هغه په لاس ورنغله.
په قطرکې د بین الافغاني غونډې په اعلامیه کې هغه دوه جملې نه دي یادې شوي په کوموچې په افغانستان کې روانه جګړه او تباهي مهار کیدای شي، هغه جملې یوه له افغانستانه د بهرنیوپوځونود وتلو مهالویش اوبله ېې د افغان حکومت اوامریکا په ټینګار دطالبانو لخوا اوربند دی چې بې له دې دوه جملو اعلامیه پیکه او دافغانانو زړه پرې تکیه نه شو.
په قطرکې د اوم پړاؤ شوو خبرواو موافقې څخه په غونډه کې ګډون کوونکي طالب مشران او دافغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازی زلمې خلیلزاد واېې د افغانستان د مسئلې پرسر یوې هوګړې ته نږدی شوي یوچې ترمخه به ېې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځ ته شي.
له اعلامېې پاتې دوه جملې یو د طالبانو لخوا اوربند چې افغان حکومت او امریکا پرې ډیر ټنګار کوي اوبله د طالبانواوټول افغان ولس غوښتنه د بهرنیوپوځونو د وتلو لنډمهاله مهالویش دی، که په دې دواړو موافقه وشي په افغانستان کې به روانه جګړه پاې ته ورسیږي؟ ددې ځواب ورکوونکې امریکا ده چې کله له افغانستانه د بهرنیوپوځونود وتلو مهالویش ټاکي.
دلته یوه موضوع چې د قطرپه غونډه کې پرې سپیناوی نه دی شوې هغه دبهرنیوپوځونو د وتلو اوږدمهاله مهالویش او د طالبانو لخوا اوربند دی.
که طالبان د بهرنیوپوځونو د وتلو لنډمهاله مهالویش سره لنډ مهاله اوربند وکړي څه پایله به په لاس راځی او که د بهرنیوپوځونو د وتلو لنډمهاله مهالویش وروسته اوږدمهاله اوربند وکړي څه پایله به په لاس راشي؟
که طالب مشران لنډ مهاله اوربند وکړي او د بهرنیوپوځونواوږدمهاله مهالویش سره په افغانستان کې ولسي وګړي وژل کیږي بیا هم د مسئلې اصلی حل په لاس رانه شي.
امریکا هڅه کوي چې د بهرنیوپوخونو د اوږمهاله مهالویش په بدل کې له طالب مشرانوتلمهاله اوربند موافقه ترلاسه کړي چې بیا به وسله وال طالبان نه بیا جګړه پېلولای شي اونه به ېې له امریکا څه تضمین اخستی وي.
امریکا دایران سره داتومي پرګرام له تړونه انکار وکړچې په خلیج کې ېې بیا اوربلولو اوایران عربي هېوادونوسره دجګړې په پوله دورلای دی، که امریکا د تلمهاله اوربند د موافقې وروسته له افغانستانه د بهرنیوپوځونو له تلمهاله وتلوانکار وکړي څه به کیږي؟ څوک د امریکا تضمین کوي؟ په بین المللی کچه ېې څوک شته چې دانکار ځواب ېې وواي نه نوځکه پوښتنې را ولاړیږي چې
آیادبهرنیود وتلوپه اوږد مهاله مهالویش به لنډمهاله اوربند وشي؟ ځواب نشته اونه څوک نشته چې پرامریکا باور وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*