کرزی: د طالبانواوحکومت مخامخ خبرې اړینې دی

دامریکا او افغان حکومت ترڅنګ اوس پخواني جمهور رئیس حامدکرزي هم ویلي چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدا یواځنۍ لار دافغان حکومت او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې دی، کرزي ویلي که په افغانستان کې سولې ته څوک غواړي ورسیږي نو د دواړو خواؤ ترمنځ خبرې اړینې دي.
کرزي دمخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو دومره ټینګار نه کاوه خو اوس په خپل ټینګار سره وايي چې په پوره روڼتیاسره د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشي په افغانستان کې روانو جګړو ته دپاې ټکې ایښودلای شي.
کرزي په قطر کې شوې بین الافغاني ناسته کې خبرې رغوونکي بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې هر څومره ژر کېدای شي باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل اوله افغانستانه دبهرنیوپوځونو وتلو ته زمینه برابره کړل شي، خو شنونکي وايي چې کرزي دخپلې واکمنۍ پرمهال له افغانستانه دبهرنیوپوځونو د وتلولپاره د زمینې برابرولو ته کومه اشاره نه وه کړې خو اوس پرې ټینګار کوي..

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*