ملګرو ملتونو اویغور مسلمانو سره د چین ناوړه چلند ختمولو پر پلوۍ لیک لاسلیک کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د څه باندې شلو هېوادونو استازو په شینجیانګ کې له اویغور مسلمانو لږکیو سره د چین د ناوړه چلند ختمولو پر پلوۍ یو لیک لاسلیک کړی دی.
دوی او د بشري حقونو نورې ډلې وايي، چین په پنډغالو کې شاوخوا یو میلیون اویغور او نور مسلمانان بنديان کړي دي.
چین وايي، چارواکو دا کار په یادو “مسلکي مرکزونو” کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د برتانیا، کاناډا او جاپان په ګډون د ۲۲ هېوادونو سفیرانو له اویغور مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند پرضد لیک لاسلیک شوى دى
په لیک کې هغو رپوټونو ته اشاره شوې چې وايي “چین کې د بندي شویو کسانو لوی مرکزونه شته، په شینجیانګ کې پر اویغور او نورو لږکیو ټینګ بندیز لګول شوی دی”.
په لیک کې له چین غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو څارونکو ته شینجیانګ ته د ورتلو اجازه ورکړي.
په جنیوا کې د بشري حقونو د دفتر مشر جان فیشر ویلي، دې کار پر چین فشار ډېر کړې چې د شینجیانګ له مسلمانانو سره خپل ناوړه چلند ودروي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا لیک نه یوازې د شینجیانګ د لږکیو په حق کې مهم دی،‌ بلکې په ګرده نړۍ کې د لږکیو په حق او له دوی سره د زور زیاتي پرضد یو ښه ګام دی.‌
په شینجیانګ کې ځینې ثبوتونه راغونډ‌کړي چې پکې ویل شوي څه باندې ۴۰۰ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا شوي او دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.
دوی ویلي چې د لمانځه او حجاب په څېر د مذهبي کړنو له کبله ربړول شوي او یا دا تور پرې لګول شوی چې ګني په بهر کې له نورو خلکو سره اړیکې لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*