ماریا زخارووا:د بین الافغاني غونډو دوام د سولې لپاره ګټور دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياند ماریا زخارووا په دوحه کې د بین الافغاني غونډې هر کلی کړی دی او وایي دا د مسکو د غونډې دوام دی. ماریا زخارووا ویلي دوی هیله لري چې د افغانستان ستونزه د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ حل کړل شي او دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. د نوموړې په خبره د دوحې بین الافغاني غونډه او ددې غونډې دوام په افغان سوله کې خورا مهم او ګټور ګام دی او دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*