د افغانستان ملي تاريخ او د هغه فلسفه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

عرب مسلمانان، چه افغانستان ته راغلل لکه يوناني سکندر له ډېرو ستونځو سره مخامخ شول څو په ۸۶۱م کال يعقوب ليث صفاري يو ځوانمرد او مېړنی افغان د زرنج اوسېدونکی، خپله بشپړه خپلواکي څرګنده کړه خراسان او پارس يا اوسنی ايران ئې ونيول. عربي ژبه يې منع کړه، چه په دفتر او ديوان کي استعمال نه شي د هغه پر ځای افغاني دري په کار شوه. بايد ووايو، چه تر دغه وخته پوري د پاړسي ژبي کومه نسخه په ايران کي نده ليدل شوې. د لومړي ځل لپاره د يعقوب صفار په ستاينه کي دري شعر وويل شو.
په افغانستان کي پښتانه ځني ځانګړي خصوصيتونه لري. له هغه جملې نه يو هم دادی، چه مارکسيسټ تاريخ پوهان، چه ځانګړي تحليل لري هغوی وايي، چه: پښتون قوم د غلامۍ دوره نده تېره کړې او دوی د غرو خپلواک پادشاهان ؤ او پخوا تر اسلامه ماهويه سوري يو خپلواک پادشاه ؤ د غور په سيمه کي.
د صفاريانو دوره، چه له برمه ډکه وه او کله چه پای ته ورسېده، نو په غزني کي يو بل دور زرغون شو (۱۰۰۲م کال ؤ )، چه سلطان محمود غزنوي ئې په سرکې ؤ. له سلطان محمود سره هندوستان ته ډول ډول خلګ او د افغانستان بېلابېل قومونه ولاړل، خو پښتنو دده په لښکر کي څرګنده برخه درلوده، چه لوی منصبداران ئې هم هلته د امتيازاتو په اخستلو پاتي شول. دغه مطلب د( افغان اشرف او مغل ) په کتاب کي راغلی دئ، چه بيا وروسته د وړو خپلواکو دولتو په جوړ ولو بريالي شول. او کله چه د غور پادشاهان هلته ورسېدل څوسوه کاله هندوستان د دوئ په لاس کي ؤ، چه د هغوی لوی پادشاه سلطان غياث الدين غوري ؤ.
کله چه سلطان بهلول لودي د ډهلي پر تخت کښېناست ( ۱۴۵۱م کال ) د افغانستان د سياست په عملي کولو ئې لاس پوري کړ.
ده د افغانستان د سيمو خلګو ته بلنه ورکړه، چه راشي هندوستان ته او په زرهاؤ پښتانه هندوستان ته راغلل، چه د سلطان بهلول تر مشرۍ لاندي ئې ديوې نخبې طبقې حيثيت غوره کړ.
تاريخ وښودله، چه د سلطان بهلول لودي سياست، چه هندوستان افغانستان کړي، بریالی نه شو. د هغه وجه دا وه، چه د هندوستان نفوس ډېر او پياوړی کلتور ئې لرلو. دوی هلته د زمانې په تېريدو سره ميشته شول او خپل پښتني خصوصيات ئې له لاسه ورکړل، کنه د وینې او يا نژاد له مخي د پښتنو اکثريت په هندوستان کي دئ.
له بلي خوا د بهلول تيوري ټولو پښتنو نه شوای درک کولای. همدغه بدبختي وه، چه بابر به کابل کي اقتدار تر لاسه او پښتانه ورسره ملګري شول او په پاني پت کي له ابراهيم لودي سره وجنګېدل او يو افغان سلطنت د افغانانو په لاس مات شو.
داسي ښکاري، چه په ۱۷۴۹ميلادي کال کي احمدشاه بابا نه غوښتل، چه په ډهلي کي پاتي شي اوپايتخت له کندهاره و ډهلي ته منتقل کړي.
په ملي تاريخ کي څو تيورۍ موجودي دي : لومړۍ تيوري د بهلول لودي د هندوستان افغان پاچا ده بيا د شيرشاه سوري تيوري ده. ورپسې د خان جهان خان لودي او بيا دې پير روښان اوخوشحال خان. او همدارنګه د ميرويس بابا او احمدشاه بابا تيورۍ دي، چه په ملي تاريخ کي ښائې دغه تيوري ګاني ولوستل او غور پري وشي.
شاه اشرف خان هوتک او آزاد خان افغان هم تيوري ګاني لري، چه له بده مرغه پر دغو تيورګانو کار نه دئ شوی.
په ۱۷۹۹م کي شاه زمان هم ملي تيوری لرله، بيا بې تيوري پادشاهان پيدا شول، ترڅو امان الله خان پادشاه شو. ظاهرشاه او محمد داؤد هم په ورستيو کلو کي ملي تيوري موندلي وې او بيا د خارجي نوکريو وار راغی، چه دادي د تاريخ ډېري شرمېدلې پاڼې همدغه دي، چه تر شخصي او کورنيو ګټو هم بدي تمامې شوي.
۱- د سلطان بهلول لودي هماغه مفکوره شوه، چه هندوستان ته ئې پښتانه په بلن ليک راوغوښتل او هڅه ئې وکړه، چه هندوستان افغاني کړي. ځکه چه د سلطان محمود غزنوي په عسکرو کي ۱۲۰۰۰پښتانه وه. د (افغان اشرف او مغل) کتاب وائي، چه دوی وروسته هلته پاتي شول او ځيني سيمي ئې په لاس کي وي، چه نيازي، لودي، سوري، مياڼي، کاکړ، کړياني ورو ورو راتلل او ميشته کېدل څو بهلول لودي د هندوستان زياته برخه ونيوله او ډهلي يې مرکز ؤ او بهلول لودي د هند امپراتور شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*