توبي لینزر:روغتیایی کارکوونکې دی له بریدو وژغورل شي

د څو اونیوراهیسې په افغانستان کې په روغتیايي کارکوونکو بریدونه زیات شويدی چې ملګرو ملتونو ېې په اړه اندیښنه ښوولې وايي دافغانستان په جګړه کې دهرمسلک خاوندان ووژل خو روغتیایی کارکوونکي چې د جګړي دټپیانو خدمتګاران دی باید دوې له بریدونو وژغورل شي.
په دې اړه دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ په چارو (اوچا) کې د دملګرو ملتونوعمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال توبي لینزر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: ” د جولاۍ د شپږم او نهم ترمنځ ددریو پېښو، چې پنځه روغیتايي کارکوونکي په کې ووژل شول، سخت اندیښمن کړي یو.”.
توبي لینزر ویلي دي روغتیايي کارکوونکي که دولتی وي او که په نادولتی مرکزونوکې کار کوی د ولس خدمتګاران دی خو دغه وژل شویو کسانو په نادولتي ادارو کې کار کاوه.
دملګرو ملتونولخوا په افغانستان کې داړو لورو ته چې په جګړه کې سره ښکیلي دی ویلي دی چې د روغتیايي کارکوونکو ژوندته پاملرنه وکړي او له بریدونو باید وژغورل شي..

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*