نتانیاهو هم ایران په برید وګواښه

د اسرائیلولومړي وزیر نتانیاهو د خپل هېواد دهوايي قوت په اړه ویلي چې زمونږ بمبار غورځوونکې الوتکې تر ایرانه رسیدلای او خپل هدف اشتلای شي.
یاهو په خپله ګواښیزه وینا کې ویلي چې که اړتیا ولیدل شوه زمونږ بم غورځوونکې الوتکې به تر ایرانه ورسیږی او له حده زیاتې ویجاړونې به وکړي.
نتنانیاهو ایران ته په اشاره ویلي چې ایران زمونږ هوايی ځواک په وار وار ګواښلی خویواځې ایران نه بلکې په سوریه او ټول منځني ختیځ کې عملیات کولای شو.
داسرائیلو لومړي وزیر دا وینا په داسې مهال کوله چې د اسرائیلو د پوځ مشرجنرال آیوکوخاوي او جنرال نورکین ېې ترڅنګ ناست وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*