د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاوو خبرې پاى ته رسيدلي دي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو په قطر کې پای ته ورسېد. امریکايي استازى زلمي خلیلزاد له طالبانو سره له غونډې وروسته چین ته تللی او له چين څخه به د معلوماتو ورکولو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته ځي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي ، له خلیلزاد سره د خبرو لپاره د ټاکلي چوکاټ پر وروستیو ټکو خبرې شوي دي
سهیل شاهین په وینا، دواړه خواوې به له خپلو مشرانو سره له سلا وروسته پر پاتې مسلو ژر بیا سره غونډه وکړي خليلزاد پر خپل ټوټير بيگا ناوخته ليکلي دي
نن سهار مې د طالبانو سره غونډه درلوده. اوس چین ته روان یم او بیا به د افغان سولې بهیر د راپور ورکونې او مشورې لپاره واشنګټن ته ستنېږم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*