دقطرله اعلامېې څخه ارګ خوښ خو ولس ناهیلی

سرلیکنه
په قطرکې دامریکایی او طالب مشرانو پلاؤترمنځ اوم پړاو خبرو ته افغان حکومت او خپله امریکایی چارواکي ګبڼۍ نیولي ووچې په بین الافغاني ناسته به ټولې پیچلې مسئلي حل کړل شي ددې لپاره ټرمپ، دبهرنیوچارو وزیرمایک پمپیو، زلمي خلیلزاده وروسته کابل حکومت دهغو د ویناؤ په کاپي کولو ډیره خوښي څرګنده کړه چې خبرې پېل شوې.
امریکایی چارواکي پدې خوښ وو چې طالبانودافغان حکومت سره له خبرو انکار کړې ؤ امریکا د حاجي دین محمده ترانارکلي پورې څوتنه د ناحکومتو په نوم طالبانو سره خبرو ته ولیږل او د قطر خبرې ېې په دې ګټورې وبللې چې که په اتو مادو اعلامیه کې هرڅه یاد شويدي خو په افغانستان کې د بهرنیوپوځونو د وحشت دپاې ته رسیدا او وینو سیلاب د بندیدو په اړه پکې څه نه لیکل شوي.
افغان حکومت دې خبرو ته ځکه خوشبین دی چې د بې ګټوخبرو په دوام به دکابل او امریکا تبلیغات هم دوام لري،ارګ دعوه کوې چې د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دقطر په بین الافغانی غونډه کې له طالبانو سره نظرونه شریک کړل شول خود کابل دا خوشباوري ځان او ولس ته ډاډ ورکول دی اوبس.
ترڅو چې په افغانستان کې بهرني پوځونو موجود وي نه سیاسي او ټولنیز عدالت، نه انساني او اساسي حقوق، نه د افغانانو ترمنځ ملي وحدت، نه دځمکنې بشپړتیا او نه د یرغلونو ځپلي ولس ژند خوندي پاتې کیدا شي.
که ارګ خپل اساسي قانون ته چې پخوانی پوهنیز نصاب ېې نیم له منځه وړل شوې اروپايي شکل ېې اختیار کړیدی او داسلامي اوافغاني کلتور پرځاې غربي کلتور د پرمختګ په حال کې دی، دیته په اسلامي اصولو کامل نظام وايي بیا نو دطالبانو او ارګ ترمنځ اختلاف په څه دی؟ د ۱۸کالو جګړو په دوام دافغانستان ټولې شتمنې دڅه لپاره تباه شوې، د تنکیوماشومانو، ښځو او پوخ عمره افغانانو وینې دڅه لپاره وبهیدې؟ په نړېواله کچه هېواد په بې بارورۍ ولې صفر ته راورسید؟
که د قطر غونډه ارګ په دې ګټوره بولي چې په اوم پړاوکې ېې د سیاسي کسانوترڅنګ د یوشمیر مدني ټولنوغړو، د سیاسي ډلومشرانواو ښځو طالبانو سره په خبرو کې برخه واخسته، په یوه داسې اعلامیه کې چې په افغانستان کې د بهرنیوهوايي ځواکنو د بمباراو شپینوعملیاتو د بندښت هیڅ پکې نه لیدل کيږي کابل دیته خوشبین وي نوتر دې دمخه هم له درې کالو راهیسې په وار وار دغه ډول خبرې شوي دي چې په هېواد کې ېې دجګړو او هوايي عملیاتو د دوام مخه نه ده نیولې.
افغان ولس په افغانستان کې دسولې په موخه دهرې هڅې هرکلې کوي ځکه د ټولو مرګونوپیښو قربانی ښځې، ماشومان اوهغه نارینه دي چې دغربته ېې نوره ساپه ختلو ده .
ارګ د قطرغونډې ته خوشبین دی خو ولس ترې ناهیلي دی ځکه د اعلاميي په اتو مادو کې د بهرنیوپوځونو د وتلو او اوربند په اړه هیڅ نه شته ترڅو چې دا دواړه موجود وي په افغانستان کې به د وینو سیلاب روان وي، امریکا په دې خوښه ده چې د خبرو او مذاکراتوپه نوم په افغانستان کې جګړه دوامداره ده ، د بهرنیوپوځونو د وتلو وعدي کوي خو اراده ېې نه لري .
دقطرد اوم پړاو په اعلامیه کې چې دشپې ترناوخته اعلان شوه او په اتو مادوکې ېې، د پوخ عمره اومریضو زندانیانود خلاصون، د روزنیزو موسسو اوادارو، د ولس د سرمال د ساتلو، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کمولو او … هغه څه دي چې په وار وار پرې په تیرو غونډو کې بحثونه شویدي چې د پځوا په څير له ټولو سر غړونې دوام لري.
ارګ دیته خوشبین دی چې په اتومادو کې یوه اعلامیه اعلان شوه غونډه بې اعلامېې پاې ته ونه رسیده خود ولس ناهیلي هم په نظرکي نیول پکاردی چې په اتومادو کې اعلامیه به څوک عملي کوي؟ له سرغړونې تضمین ېې څوک ورکوي؟ ځکه خو وايو چې ارګ دقطر اته ماده ییزې اعلامیې ته خوشبین دی خو ولس ترې ناهېلې دی.
طالبان هم خبریالانوته په ځوابونوکې غونډه ګټوره بولي که دیوې خوا طالبان د ولس ناهیلیو ته په پوره ځواب ویلوکې کامیاب شوي نه دي نو د بلې خوا په خپل دریځ کې کامیاب دي چې دکابل حکومت سره دکابل د واکمنو په څیر نه بلکې دبین الافغانی خبروناسته ېې عملي شوه اوطالبان ترهغې خپلې هڅې دوامدارې ساتي ترڅوېې د افغان ولس هېلې( دبهرنیوپوځونو وتل ) نه وي ترسره کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*