جان سمپسون:افغانستان ته غلاشوي لرغوني اثارسپارو

په افغانستان کې د کمونستي دورې وروسته ډول ډول لرغونی غلاشوي اثار له هېواد بهروړل شوي چې ډیره برخه ېې کابل ته سپارل شوي او اوس هم یوڅه اثار په نورو هېوادونوکې موجود دي.
ګارډین لیکلي چې دغلاشوو لرغونو اثاروڅخه د بودا د۹مجسمو سرونه په برتانیه کې موجوددی چې دبیلابیلوهېوادنوڅخه دبرتانيي موزیم ته رسیدلي.
د برتانيي دموزیم یوه لوړرتبه مقام جان سمپسون ګارډین ورځپاڼی ته ویلي څیړنې څرګندوي چې د بودا دمجسمې ۹سرونه نږدی ۱۵۰۰کاله دمخه د ګندهار دسلطنت په دوره کې دبودا دمعبدونوبرخه وه چې لومړی له افغانستانه غلاشوي اوبیا په نورو هېوادنوکې به بې کیفیته ځایونوکې ساتل شويدي.
جان سمپسون ویلی چې لومړې به دا بودايي لرغوني اثار د برتانیه په موزیم کې نندارې ته کیښول شي اوبیابه ېې افغانستان دنورو زرګونو لرغونو اثار په څیر وسپاري.
د یادونې وړده چې دهېواد دبېلابیلو ولایاتو په څیر لومړې دننګرهار دهډې اوللمې له موزیمونو د کمونستانو او روسانو سره د جهاد پرمهال اوبیا دطالبانو له دورې وروسته له بامیانو ډول ډول لرغوني اثار غلا اوبیلابیلو هېوادونو ته ورسول شول.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*