ټرمپ داځل په خواره خوله ایران وګواښه

لیک س،سیرت
دمخه به چې د ایران په اړه د امریکا جمهوررئیس ټرمپ کومه وینا کوله په پوره کبر او غرور به ېې ایران ګواښه ویل به ېې که د یورانیمو د غني کولو لاس وانخلي داسې برید به پرې وکړي چې د نړۍ له نقشي به ووځي.
په ۲۰۱۵ کې چې داوبا د واکمنۍ پرمهال د امریکا په شمول د پینځو هېوادونو ایران سر د یورانیمو د نه غني کولو او اتومي پرګرام د کنترول د برجام په نوم کوم معاهده شوې وه ټرمپ ترې تیرکال دميی په میاشت کې ووت له هغې ورځې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ حالات ترینګلي شويدي خو ایران د ټرمپ لخوا د ټولو ګواښونو او آن پرایران د برید دناکامه امر سره سره دادې یوځل بیا د یوانیمو په غني کولو لاس پورې کړی.
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني چې د یورانیمو دبیا غني کولو امر ورکړ ټرمپ او د امریکا چارواکي ېې اندیښمن کړل خو نه ټرمپ او نه امیکایی نظامیان ایران هغسې ګواښه کوم چې په ېې دمخه ګواښه .
دایراني چارواکو لخوا چې د یورانیمو دغني کولو امر ورکړشو، امریکا یي نظامیانو په سپینه ماڼۍ کې یوه غونډه هم وکړه خو لا د ټرمپ لخوا د ایران پرخلاف دڅه قدم پورته کولو امر نه دی ورکړل شوي.
دبلې خوا هغه وخت چې ایراني چارواکو د یورانیمو دغني کول امر ورکاوه، دامریکا لخوا دهرډول غبرګون تیاری ېې نیولای ؤ خو ټرمپ ېې په مقابل کې په خوار وویل: که ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي نه یواځې داچې سیمه به وګواښې خپله به ایران ته هم تاوانونه واړوي، ټرمپ ایران ته په خواره خوله وویل زما توصیه درته داده چې باید د سیمې امن ته پاملرنه وکړی.
د فارس خلیج په اړه نظر دادی چې ایران هیڅ وخت د یورانیمو په بیا غني کولو لاس نه پوره کاوه خو دیوې خوا د امریکا لخوا د برجامه مخالفت او انکار د بلې خو د امریکا پرلپسې ګواښونو ایران اړ کړ چې د یورانیمو په غني کولو لاس پورې کړي.
دا لومړی ځل دی چې ټرمپ به خواره خوله ایران ته توصیه کوي کوي یا په خواره خوله ایران ګواښی داسې ښکاري چې پرایران دبرید د مخالفت وروسته د ټرمپ دغرور له پوکڼۍ هوا وتلې ده او نور ایران هغسې نشي ګواښلای کوم به ېې چې دمخه ګواښه .
دامریکا د نیوجرسي نه په راستنیدا سره ټرمپ خبریالانو ته د ایران لخوا د یورانیمو دغني کولو په اړه خپله اندیښنه ښکاره کړه خو ورسره ېې داهم وویل چې ایران باید په دې اړه ډیر محتاط ووسي چې بدې پایلې به ېې ټوله نړۍ د نا امنیو سره مخ کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*