ملي امنیت : په کابل کې د داعش غړي نيول شوي

د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د داعش ډلې ۴ غړي چې په کې د پوهنتون یو استاد هم شامل دی دي نيولي دي داعلاميې پر خبره دا کسان د د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. خبر پاڼه وايي نیول شوي کسان د داعش لپاره د جلب او جذب دنده پر مخ بیوله او په کابل کې یې ګڼې حملې پلان کړې وې. د خبر پاڼې پر خبره د نیول شویو کسانو تر منځ د کابل پوهنتون استاد، مبشر مسلمیار هم شامل دی او پاتې کسان د کابل پوهنتون څخه فارغ شوي محصلین ښودل شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*