آزاد شاه زړه ور سړى و

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

ليکوال ژان ګور وايي : آزاد شاه زړه ور سړى و او دهغو خلکو له ډلې څخه و چې په جنګي کلا يې ويسا نه کوله او داسې ويل هرڅوک چې يو حصار او جنګي کلا ته ننوځي په پاى کې له پښو غورځي .
ازاد شاه افغان په اذربايجان کې ټولواک و چې اوس يو خپلواک جمهوريت دى . ازاد شاه يو حکمت درلود چې هلته يې دچارو واګې په خپل لاس کې وې په تاريخ کې د اعليحضرت آزاد شاه چا ياد کړاى نه دى دده حکمت او فلسفه چې څنګه يې يو ليرې ځاى کې حکومت کولو همدا لامل و چې اصفهان ته راغى او داعليحضرت شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک ياد يې نواى کړ هغوى يې خپل مشران وګڼل او دتاريخ لړۍ يې وساتله همت او حکمت يې ډير و او مونږ به ور پسې لټه کوو چې بشپړ يې وپيژنو .
دسيد جمال الدين افغان خبره ده چې دهغه پر سرته رسيدلو چارو عمل وکړو . اوسني دردونه هير کړو ځکه چې ناځواني په خپل کور کې راته ډير شوې ازاد شاه دکسپين پر غاړو د روسانو سره هم پنجه ورکړېده او دګرجستان له مشر هر کولس سره يې دوستي وه چې دواړو ديو بل مرسته کوله . دا هغه وخت دى چې اعليحضرت احمد شاه بابا دلوى افغانستان پادشاه و ددوى ترمنځ خبرې روانې وې له ګرجستان او اذربايجان څخه نيولې بيا تر هند او ماورالنهره پورې دافغان هنګامه وه . داروپايانو ، روسانو او امريکايانو له مونږ سره څه کار و چې په ١٩،٢٠،٢١ ع پيړيو کې لکه اسماني تندر راوغورځيدل ؟
بهرنيان به يو دليل ولري خو هغو افغانانو چې ددوى پېش قراولان ول ، وږي او بې همته شوې وه .
چې دسيمې ملکان دي
چې په سوات کې که خدايان دي
که يوسف دى که مندر دى
چې په نام دمير افغان دي
په همدوى مې دا سلام دى
چې په پت دحمزه خان دي
تل به چا نه وي يک سانه
هسې چارې داسمان دي
په وګړو يې غم خور شو
حکمتونه دسبحان دي
ياد به پاتې په جهان شي
که نيکي ، بدي ګزران دي
دخوشحال دزړه داغونه
يوشان نه دي په شان شان دي
خوشحال خان بابا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*