کرېکټ نړیوال جام کې ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په خپله نهمه او وروستۍ سیالۍ کې له ویسټ انډیز سره لوبه په ۲۳ منډو بایلوده.
ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د ټولو پنځوسو اوورنو له لوبې وروسته یې ۳۱۱ منډې وکړې، شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو اوورنو له لوبولو وروسته ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۸۸ منډې یې جوړې کړې.
دولت ځدراڼ د یوې منډې، راشد خان د نهو او اصغر افغان د ۴۰ منډو له تر لاسه کولو وروستي لوبغاړي وو چې له میدانه بهر شول. له دې مخکې سمیع الله شینواری د شپږو منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد.
اکرام علي خېل د ۸۶ او رحمت شاه د ۶۲ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. اکرام علي خېل ۹۳ توپونونه ولوبول او ۸ څلوریزې یې ووهلې. رحمت شاه بیا ۷۸ توپونه ولوبول او ۱۰ څلوریزې یې ووهلې.
د ویسټ انډیز له لوري کیمار روچ درې، کارلوس براتوایټ څلور او کریس ګیل یوه وېکټه تر لاسه کړې.
د لوبې ۳۷ اوور کې محمد نبي د دوو منډو له جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه او پر ځای یې سمیع الله شینواري له اصغر افغان سره په ګډه لوبه پیل کړه.
له دې مخکې ګلبدین نایب د افغانستان لومړنی لوبغاړی و چې د پنځو منډو له تر لاسه کولو وروسته د کیماروچ پر توپ، کیچ وسوځېد.
د ۴۰ اوور تر لوبې پورې ویسټ انډیز د وېکټ تر لاسه کولو درې فرصتونه له لاسه ورکړل. وېکټ ساتونکي شې هوپ د نجیب الله سټمپ کولو فرصت له لاسه ورکړ، کرس ګیل په خپل توپ و نه توانید کیچ ونیسي او له دې مخکې یو خورا اسان کیچ د ویسټ انډیز غوره فیلډر شیلډن کوترل له لاسونو وغورځېد.
له دې مخکې په ۴۹ اوور کې ویسټ انډیز لوبډلې د جو هولډر او نیکولاس پوران دواړه وېکټې پرلپسې له لاسه ورکړې.
نیکولاس پوران د لوبې ۴۷ اوور کې له ۴۰ توپونو لوبولو وروسته نیمه سلیزه بشپړه کړه او د ۵۸ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد او جو هولډر ۴۵ منډې وکړې.
هوپ شای د محمد نبي په توپ له ۹۲ توپونو د ۷۷ منډو له تر لاسه کولو وروسته کیچ اوټ وسوځېد. نوموړي د دوو شپږیزو او شپږو څلوریزو په مټ دغه منډې تر لاسه کړې.
له دې مخکې هتمیر د دولت زدراڼ په توپ د ۳۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
د افغان لوبغاړي راشد خان له لاسونو یو اسان کیچ وغورځېد او افغان او وېکټ ساتونکي د سټمپ کولو یو اسان فرصت له لاسه ورکړ. د دویمې وېکټې تر لاسه کولو یو فرصت له لاسه ورکړ. افغانستان په همدغه لوبغالي کې د جون پر ۲۹ له پاکستان سره یوه سخته سیالي کړې وه.
افغانستان خپلې ټولې اته لوبې بایللې او له نړیوال جام بهر شوی، که څه هم ویسټ انډیز یوه لوبه ګټلې، خو له نړیوال جام وتلی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*