عادله راز:د سولې موافقې ته هیله من يو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ويلي دي افغان حکومت د طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښوده او طالبان هم باید د سولی په خبرو اترو کې یوازې د خبرو تر حد پاتې نشي او خپله ژمنتیا وښيي.
دا خبرې نوموړې په یوې مرکه کې کړې نوموړي زياتوي ، افغان حکومت هم غواړي چې بهرني سرتیري له افغانستان نه د یوه مشخص مهال ویش له مخې ووځي.

مېرمن راز وايي ، افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی که طالبان نه غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي په دې معنی ده چې طالبان له خلکو سره خبرې نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې بیا وايي چې د سولې موافقې په صورت کې عملي کوونکی به یې افغان حکومت وي. هغې زياته کړې، چې دوی د سولې موافقې ته په جدي توګه هیله لري او که تر راتلونکو دوو میاشتو وشي نو دا به د خوشحالۍ خبره وي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*