خوگياڼى كه خوږياڼى

ليک: ارواښاد عبدالروف قتيل خوږياڼى

د خوږياڼيو ولسوالي د سپين غر په ادب پالونكې لمن كې پرته ده. دغه سمسوره سيمه د خواريكښو بڼوالو او كروندگرو، د يو شمېر ليكوالو او شاعرانو نسلي ټاټوبى دى، چې لله الحمد يې له بركته په كې په ډېر شمېر نور ليكوال او شاعران راپيدا شوي دي. د څومره والي او څرنگوالي لپاره يې د رب العزت په دربار كې تل لاسونه پورته كوم.
د ټينگار وړ خبره داده، چې په دوى كې ځينې كسان له خپل نوم سره په (گ) [خوگياڼى] او ځينې ياران ورسره په گاف [خوگياڼيوال] ليكي. د خوگياڼي په كلمه كې(ى) د نسبت نښه ده او په خوگياڼيوال كې د نسبت دوه نښې راغلي، چې يوه (ى) او بل ( وال) دى. په يوه كلمه كې دوه نسبتي لاحقې راوړل غلط كار دى. يوه (ى) بس ده(وال) ليكل ورسره لويه ليكنۍ تېروتنه ده.
بله خبره، چې ياران بايد سر په خلاص كړي؛ هغه، په “خوگ” او “خوږ “كې د (واوونو) بڼه ده. د خوگ او خوږ (واوونه) يو شان نه دي. په “خوگ” كې، چې د بد ځناور معنا وركوي(واو) معروف او څرگند دى؛ خو په “خوږ” كې، چې د “شيرين” په معنا دى نرم، اوږد او مجهول(واو) دى، چې نورې بېلگې يې[(لاټو،ماڼو،سانډو) او( زانگو، پښتو، پبو) دي)]. په (لاټو، ماڼو او سانډو) كې وروستى “واو ” د “خوگ“ د كلمې له وروستي (واو) سره دواړه په (خج و فشار) ادا كيږي او په “زانگو، پښتو او پبو” كې په(گاف، تې او بې) دغه خج او فشار نشته، چې په نرم او اوږده غږ ادا كيږي.
مونږ په خپله محاوره كې “خوږياڼى” وايو، چې په (خ) له فشار راوړلو پرته ادا كيږي؛ خو په “خوگياڼي” كې د (خ) په فشار سره ادا كيږي. دا د ژبپوهنې او ويپوهنې د پوهانو كار دى، چې دغه كلمه د دغې معنا لپاره څنگه وضع شوې او د ويي(لغت) د وضع كوونكي موخه له دې كلمې څه ده؟ . په دې غور پكار دى، چې هسې په پېتاوي تاويلونوټينگار كول سړى ښويوي.
لكه څنگه، چې په(وښياڼه او اغزياڼه) كې “ ياڼه “ ظرفي لاحقه ده دغه راز په “ خوږياڼه“ كې هم ده، چې “ وښياڼه“ د وښو ځاى او “ اغزياڼه“ د خارزار او اغزو ځاى او “ خوږياڼه“ د خوږو ځاى معنا وركوي او د دې نوم زيات ارجح دليل دادى، چې په خوږياڼي كې خوږه هوا، خوږې اوبه، خوږې ميوې لكه مڼې، قيسي، خوبانۍ، انځر، ناك، راز راز انار(بې دانه، دانه لرونكي، بوچه، پره، كندهاري، ميخوش او نور شته دى. دغه راز ډول ډول انگور هم لري. توتان، خو يې د شمالي او گلبهار له توتانو بيخي كم نه دي، چې د “زاوې “توتان يې د وږي په مياشت كې رسيږي. كه د “خواجه حيدر بابا “د چينې په اوبو كې واچول شي بيخي گنگورې ترې جوړيږي.
ارواښاد استاد قيام الدين خادم د خپل ((نوې رڼا)) نومي كتاب د ۱۴۲ مخ په شلمه كرښه كې ليكي:
“ په ځينو محاورو كې(ن) په (ڼ) هم بدليږي. لكه (خوږياڼه د خوږو ځاى يا وښياڼه د وښو ځاى يا پښتياڼه د پښتنو ځاى) خوږياڼى، پكتيانى، پښتيانى په (ن) يا (ڼ) او نرمه (ى) له همدې ظرفي كلمو څخه جوړ شوي دي، نسبتي صفت يا اسم يا منسوب نوم دى. هر كله، چې منسوب نوم د مكان له نومونو څخه جوړيږي كابلى له كابل او پېښورى له پېښور څخه ؛ نو خوږياڼى ضرور له خوږياڼه څخه جوړ شوى دى او دغسې نور درواخله”.
ارواښاد استاد الفت په خپله هغه مقاله كې، چې ښاغلي خادم د (نوې رڼا) په ۴۰۱ مخ كې “پښتون د ملت نوم دى د قوم نوم نه دى “تر سرليك لاندې ليكلي دي: “ دا، چې (يانه يا ياڼه) يوه لاحقه ده، په دې كې هيڅ شك نشته؛ ځكه، چې دغه راز لاحقې په نورو ژبو كې هم شته او دا هغه اثر دى، چې پښتو په نورو ژبو كړى دى“.
دا، چې “خوږ “يې “خوگ“ ليكلى دا يوه املايي تېروتنه ده؛ ځكه، چې خوږ “شيرين“ او خوگ بله معنا لري. بله خبره داده، چې كه سړى د غلط تاءويل په ځاى يو څه خوشبينانه فيصله وكړي ښايي، چې يو ؛ خو د بدبينۍ له تور خخه وژغورل شي او بل به د كلمې په اصلي معنا وپوهيږي. د بد بينۍ خبره مې؛ ځكه وكړه، چې: ځينو خلكو يوه پېتاوي خبره اوريدلې، چې“ خوږياڼي ته نژدې خلكو“خوگ ” پسې اخيستى و، خو هغه په تېښته دې ځاى ته پناه راوړې وه. د خوږياڼيو خلكو پرې غيرت كړى و او څوك يې نه و پريښي، چې“خوگ“ ته ضرر ورسوي؛ نو، ځكه يې “خوگياڼي“ بولي.
زه له دغو ښاغليو دا پوښتنه كوم، چې:
كه د دوى دا تاءويل په فرضي توگه رښتيا وبولو؛ آيا له دغې پېښې څخه مخكې د دې سترې سيمې، چې يو سر يې په شينوارو او بل يې په غلجايي حصارك لگيدلى نوم څه و او دغه سيمه په څه نامه ياديدله؟ ځكه، نو دا يو پېتاوي او غلط تاءويل دى او په غلطو تاءويلونو نښتل وخت ضايع كول دي.
دغه راز د “ كږه“ د كلمې ځينې اشتباهي تاءويلونه او كيسې كيږي؛ خو ژبپوهان يې ښه تعبير نه بولي. سمه خبره دا ده، چې“ كږه“ په حقيقت كې “خوږه“ ده؛ ځكه، چې په ژبو كې دا ابدال شته دى. لكه، چې “هـ“ په “همزه“ او “ذال“ په “دال“ بدليږي. د “ادب“ كلمه، چې له “هذب“ څخه“هدب“ شوې او “هدب“ د “ادب“ بڼه غوره كړې ده. دغسې“خ“ په “ك“ او “ك“ په “خ“ ، “ب“ په “پ“ او “پ“ په “ب“ بدليداى شي. لكه پكت-پخت او پښت، بخدي-پخدي او بلخ، پكتيا،پختيا، پښتيا، پختيس، پكتيس، پختين، پكتين كيداى شي.
“كږه“ په اصل كې“خوږه“ ده. د (خ) پسې د (واو) لگيدل د لهجې له مخې راغلى دى؛ ځكه، چې د خوږياڼيو په يو شمېر غرنيو سيمو او د سپين غره په ويړه لمن په تېره “زاوه“ كې دغه شان لهجه تر اوسه هم ژوندۍ ده. تر دې، چې“ پښه“-“خڼه“ بولي او “واو“ خو د خوږياڼو خلك په “ى“ تلفظ كوي، چې دغه راز تلفظ د پكتيا په ځينو سيمو كې هم ژوندى دى؛“غوږ ته غېږ او غوړيو ته غېړي“ وايي. له لهجو څخه په اړولې بڼه كار اخستل څه نا څه تېروتنې رامنځته كوي.
ځينې زاړه ميرزايان“كږه“ ليا“كجه“ ليكي. حال دا، چې په فارسۍ كې مذكر او مونث يو شان ليكل كيږي، چې بايد “كج“ وليكي؛ نو“كجه“ د كومو گرامري قواعدو پر بنسټ ليكي. همدغه ياران “كڅ“ هم “كج“ ليكي او عزيز خان كڅ ته “كج عزيز خان“ وايي.
زما يو دوست دى؛ يوه ورځ يې راته وويل، چې په پنجاب كې هم له ډېرې مودې را پديخوا خوږياڼي اوسيږي او د هغه ځاى خلك يې“خاوكياڼي بولي. د ده موخه او هدف دا و، چې ماته د قناعت دليل پيداكړي، چې زه بايد “خوږياڼى“ ونه ليكم؛ خو دى په دې نه دى خبر، چې د وزيرستان خلك خوږياڼى“خوژياڼى تلفظ كوي، چې محترم رشيد وزيرى زما د ليكنې او سپړنې پلوي دى او وايي، چې “خوږياڼى“ سم دى، نه “خوگياڼى“.
په دې ځاى كې به دا يادونه بې ځايه نه وي، چې: “ زما يو دوست دى اوس په جرمني كې دى.خداى دې عمر وركړي مستعد ځوان دى. ده به د ايراني شاعرنادر نادرپور دا خبره تائيدوله، چې په ادبي نړۍ كې ادبي ټوټه له سره شته نه، كه څوك په پښتو ادب كې دغه كار كوي؛ نو په ژبه او ادب ظلم كوي“.
ما(ليكوال) ورته وويل: وروره! ته، چې دا خبره كوې؛ نو د ارواښاد الفت، بېنوا او خواخوږي صاحب په ادبي ټوټو او زړه خواله كې څه وايې. ده به ځواب راكاوه، چې هغه، خو استادان دي. د دغه ښاغلي له خبرو داسې معلوميده، چې ادبي ټوټه د استادانو حق گڼي او په نورويې نه لوريږي.
له دې سره دا خبره كول هم پكار ده، چې له يوې خوا دغه آشنا ادبي ټوټه نه مني او بيا، چې د استادانو خبره راشي؛ نو بيا وايي، چې هغه، خو استادان دي.
زه نه پوهيږم، چې د خوږياڼي د كلمې منكرين دلته څه دليل لري، چې په “وښياڼه“ او “اغزياڼه“ كې“ياڼه“ ظرفي لاحقه بولي او په خوږياڼي كې ترې انكار كوي او د ډېرو خوږو لرونكي ځاى ته “خوگياڼى“ يعنې د خوگانو ځاى وايي او ځينې ياران په زوره په ځان دا تور لگوي. حال دا، چې “خوږياڼى“- خوږياڼى دى نه“ خوگياڼى“ .
دا يادونه هم اړينه ده، چې د يو لړ غرضي موخو پر لامل د گاونډ هېوادونو د اردو او فارسي ادب مينه وال د پښتو ژبې د (ږ) تورى د خپل ادبي توري په توگه نه كاروي. كه دوى له پښتو ادب سره مينه وپالي او د پښتو ادب د مينه والو په څېر په ليكنو كې د اردو او فارسي د الفبا د تورو د خپلولو تر څنگ خپل ادبي توري خپل كړي؛ نو نومونه به بيا په “بد“ رنگ نه اوړي او نه به ليكل كيږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*