ټرمپ پرايران له بريده ترناندرو را ورسيد

س، سيرت
دامريکا جمهور رئيس ټرمپ چې د تيرې مياشتې په اخرکې ېې په سپينه ‏ماڼۍ کې جوړې غونډې ته په وينا کې پرايران د پوځي بريد امرورکړ ‏اوبيا نږدي اته دقيقي وروسته سناتورانو پرايران د بريد له بدوپايلو خبر ‏وکړ خپل پرايران ورکړ شوې د بريد امر ېې بيا واخست.‏
له هغې ورځې وروسته د ايران په مقابل کې د امريکا پاليسې شپيته سلنه ‏نرمه شويده يانې يو امريکا يي نظامي مشاور هم پرايران د بريد سره د ‏ټرمپ ملاتړ نه کوي بلکې ټول ېې مخالف دي خو ټرمپ بيا هم په خپلو ‏خبرو کې پرايران غشي وروي.‏
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امريکا په مقابل کې د ايراني ولس ‏په پوره حمايت هرډول ځواب ويلي تيره اونۍ ېې دامريکا په مقابل کې ‏وويل ايران حق لري د يورانيمو په هرډول غني کولو کې کار وکړي، په ‏تيرو دوو کالو کې په امريکا کې په دې بحثونه روان وو چې څه ډول ‏ايران د يورانيمو له غني کلو را وګرځوي، داقتصادي بنديزونو ترڅنګ ‏ېې ورته ډول ډول ستونزي را ولاړې کړې خو ايران ېې له خپل دريځه ‏وانه ړاوه.‏
امريکايانو او په ځانګړې توګه ټرمپ ته د حسن روحاني دا وينا ډيره ‏ګرانه تمامه شوه چې وې ويل (په هرډول چې وي يورانيم به غني کوو او ‏هيڅ څوک مو ددې عمله نه شي راګرځولاى)‏
ددې وينا په ځواب کې يوشمير د فارس خليج اوسيمې د چارو شنونکو فکر ‏کاوه چې ټرمپ به يوځل بيا په خپل ليونتوب د ايرن په مقابل کې پرايران ‏د بريد امر ورکړي خو ټرمپ ېې په مقابل کې په ټويټرد بريد برځاي ‏دومره وليکل:حسن رواحاني ستاګواښونه به خپله ستالمنې ته پريوځي.‏
د ايران لخوا دامريکا په مقابل کې سخت دريځ نيول او د امريکا نرمۍ ‏يواځي امريکا يان نه بلکې اروپايان ېې هم په انديښنه کې واچول او ‏اسرائيل خو ېې سخت وارخطاکړل .‏
د روانې عيسوي مياشتې په ٢مه يانې دوه ورځې د مخه د اسرائيلو صدر ‏اعظم خپلې کابينې ته وويل که امريکا پرايران بيا د بريد امر ورکړې ‏مونږ بايد څه وکړو، اسرائيلو پرايران د بريد خپلو کې مشوره کوله چې ‏ټرمپ د ايران په مقابل کې د ايران سره ناندرو ته راکوز شو، ټرمپ ‏يواځې د ايران په مقابل کې نه بلکې په يمن کې د حوثيانوپه مقابل کې د ‏پاليسۍ او په افغانستان کې ېې د خپلو پوځونو په راکمولو بيا له سره غور ‏وکړ او د کبرغرور له زينه راکوز شو.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*