فردوس عاشق اعوان: پاکستان افغانستان ته د څلور کالني پروگرام لپاره ٣٠٠٠ سکالرشيبونه ورکوي‏

‏ د پاکستان د اطلاعاتو سلا کارې (مشاورې ) فردوس عاشق اعوان ويلي دي پاکستان د لوړو زده کړو کميسون ‏‏(‏HEC‏) افغانستان ته د څلور کالني پروگرام لپاره ٣٠٠٠ سکالرشيبونه ورکوي‏
د فردوس عاشق اعوان پر خبره دا سکالرشيپونه په بيلابيلو پړاوونوکې ورکړل شي نوموړې زياته کړې چې سږ کال ‏‏٧٩٥ افغان زده کړيال پاکستان ته راغلي دي ‏
دپاکستان د اطلاعاتو سلا کاره وايي دا سکالرشيپونه د پاکستان د صدراعظم عمران خان او پاکستان د لوړو زده ‏کړو کميسون (‏HEC‏) له خوا يوه ډالۍ ده ‏
د نوموړي پر خبره هرکال به ٥٠٠ افغان زده کړيال د پاکستان بيلابيلو پوهنتونونوته ورکول کيږي او ١٠٠ يې د ‏غاښونو پوهنتون (کالج) ته ورکړل شي ‏
د انجينرينگ پوهنتونونو ته به ٦٠٠ افغان زده کړه يال ورکړل شي چې په کې به د ليسانس(‏MS‏) او ‏دوکتورا(‏PHD‏) زده کړې وکړي ‏
د نوموړې پر خبره دا سکالرشيپونه په پاکستان کې د افغان کډوالو د کيمپونودافغان زده کوونکو او په ‏افغانستان کې د بيلابيلو ولايتونو زده کوونکو لپاره دي ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*